لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سفارتکار: امریکایان او پښتانه د مېلمستیا په رنګ یو شمېر مشترک ثقافتي اقدار لري


سیبرون سی بی ټوني
سیبرون سی بی ټوني

په پېښور کې د امریکې په کونسل ګرۍ کې یو کال خپله وظیفه پوره کوولو نه پس خپل هېواد ته ستنېدونکی د "اېپل پای ډېپلومېسي" موجد کونسل جنرل سیبرون سی بی ټوني وايي امریکایان او پښتانه د مېلمستیا په ډول یو شمېر مشترک ثقافتي اقدار لري.

په پېښور کې د خپلې دندې په مهال به ښاغلي ټوني د سوات د مڼو نه جوړه پای خپلو مېلمنو او نورو خلکو ته په ډالۍ کې وروکوله. پای د امریکې روایتي خواږه ګڼل کیږي.

د وي او ای ډیوه خبریالی سعدیه قاسم شاه سره په مرکه کې امریکايي سفارتکار وویل په پېښور کې وخت تېرول د هغه دپاره د ویاړ خبره ده.

هغه وویل د هغه "اېپل پای ډپلومېسي" د خېبر پښتونخوا او د امريکې په ثقافت کې د فراخ والي له امله مخې ته راغله ځکه چې دواړه کلتوره یو شان والی لري چرته چې خلک خپلې خبرې يو بل سره شريکوي او دوي خپله ملګرتيا شريکوي، دا ټول ډېر خواږه او تود څيزونه دي. او هم دا اېپل پائې ده.

او دا اېپل پائې ډپلومېسي مقصد هم دا و چې دا خبره یقيني کړي چې د امريکې او د ځاي خلکو سرې کلتور او حالات، يو بل سره خبرې شريکول دي

ښاغلي ټوني وویل .په امريکه کې د دوايانو جوړولو د پاره کومې مڼې کارول کېږي هغ هم د سوات وادۍ نه راځي او دغه مڼې د دنيا د خوندور مڼو کې شمېرلی کيږي او دا د امریکې په پينسلوېنيا رياست کې هم پېدا کېدوونکو مڼو په شان دي. دلته دا دی بيا امريکې کې پېدا کېدونکې مېوې او د پاکستان پېدا کېدونکې مېوې کې يو شان والی دی. کوم چې د اېپل پائې په سخاوت کې يو بل سره مرسته کوي

په سیمه کې د ورستي حالاتو په اړه امریکايي سفارتکار وویل تاسو د امريکې او د پاکستان د شريکو اقدارو او شريکو څيزونو خبره وکړه، پښتانه او د امريکايان په دې سيمه کې روانې جګړې او ترهه ګرۍ ډېر ځپلي دي، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ کښې پاکستان او امريکه اتحاديان وو. اوس چې د امن خبرې روانې دي او اميد داسې کيږي چې په دې سيمه کې به امن په ځای شي، تاسو څه ګڼئ چې نور څه کېدی شي چې دا شريک خويونه پکار راوستی شي او د دواړو ولسونو تر مېنځ اړيکې ښې شي، خلک يو ځای شي، او دواړه ملتونه دواړه په سمه ټوګه يو بل وپېژني، نور څه کېدی شي؟

هغه وویل لکه څنګه چې په منطقه کې تشدد کم شوی او ماحول تر ډېره حده اوس ښه شوی دی. هغه زیاته کړه چې د هغه په خیال د دواړه حکومتونه د تېرو څو کلونو راهسې هڅه کوي چې سېلګرۍ ته وده ورکړي نو زما په خيال ډېر خلک به د پاکستان دننه د سېلګرۍ ډېر ځايونه خوښ کړي.

د دې سره به زمونږ ګډ روايات هم ژوندي وي. که خلک د يو بل سره نزدې کېږي نو دا به زمونږ په ذهنونو کې پراته خفګانونه کم کړي. لکه څنګه چې په خېبرپښتونخوا کې د سېلګرۍ ډېر ځايونه جوړ کړی شو نو زما په خيال دا د خلکو لپاره يوه لويه موقع ده چې راشي او دا ځايونه وويني. هغه وويل د پښتونخوا خوراک د دنيا په ښو خوراکونو کې دی ځکه چې دلته خلک يو ځای او د خپلو کورنو سره يو ځای خوراکونه کوي کوم چې يو ښه روايت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG