لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او پاکستان تعلقات ساړه شوي


د امریکي په وېلسن سېڼر کې د جنوبي اسا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن وي او ای ته وايي افغانستان هغه ښیښه ده چې واشنګټن پکې پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته کتنه کوي
د امریکي په وېلسن سېڼر کې د جنوبي اسا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن وي او ای ته وايي افغانستان هغه ښیښه ده چې واشنګټن پکې پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته کتنه کوي

تېر کال افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته، داسې لیدل کېږي چې واشنکټن او اسلام اباد چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په لړ کې د یو بل سره په همکارۍ مجبور وو په اهمو مسلو یې ترمنځ فاصله زیاتېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د 1990 په لسیزه کې هم کله چې د پخواني شوري اتحاد ځواکونه د افغانستان نه ستانه شول او امریکې د پاکستان ملاتړ او سيمې په اړه استخباراتي معلومات ته ضرورت نه لرلو نو د امریکې او پاکستان تعلقات د سوړ والي ښکار شوي وو.

د امریکي په وېلسن سېڼر کې د جنوبي اسا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن وي او ای ته وايي افغانستان هغه ښیښه ده چې واشنګټن پکې پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته کتنه کوي.

د وی او ای د رپورټ ترمخه که د پاکستان د نظر نه وکتل شي نو د 225 مېلین ابادۍ ملک چې اېټمي وسله هم لري د رقیب ملک هندوستان سره پوځی او اقتصاديي توازن برقرار ساتلو دپاره د امریکې په شان عالمي طاقت سره نژدې تعلق ضروري ګڼي.

په اسلام اباد کې د امریکې د سفارت ترمخه په 2021 کې په افغانستان کې د جنګ شروع کېدو نه پس امریکې پاکستان ته په پوځي او غیر پوځي مرسته کې 32.5 بېلین ډالر ور کړي دي.

په کال 2018 کې امریکې پاکستان سره پوځي امداد وځنډولو او غیر پوځي امداد یې 300 مېلین ډالرو ته راکم کړو. د دې وروسته پاکستان ته نورو ملکون ته د مرستې دپاره توجه وکړه.

روس سره د تعلقاتو بهتر کولو او مرسته ترلاسه کولو دپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېره میاشت د مسکو دوره په داسې مهال وکړه چې روسي ځواکونو په اوکراېن یرغل شروع کولو. په اوکراېن د یرغل په سر د نړیوالو بندیزونو پرته عمران خان وویل پاکستان به د روس ته د ګېس او غنمو درامدات دوامداره ساتي. دا میاشت د ملګرو ملتونو په 193 غړو هېوادونو کې 141 ملکونو د یو قرارداد په حق کې رای ورکړې چې پکې د روس غندنه شوي وه. پاکستان د قرارداد په حق کې د رای ورکولو نه ډډه وکړه.

د دې غوښتنو په ځواب کې چې پاکستان دې په اوکراېن د یرغل په سر د روس غندنه وکړي، عمران خان ویلي "ستاسو زمونږ په اړه څه فکر کوئ؟ ایا مونږ د ستاسو غلامان یوو…تاسو څه وایي مونږ به یې کوو؟"

د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ريسرچ انسټېټیوټ وايي تېر کال پاکستان چین نه د 750 مېلین ډالرو مالیت وسله اخیستلې ده. تېره هفته د پاکستان هوايي پوځ د چین جوړې جی ټېن سي نومې جنګي طیارې څرګندې کړې.

اسلام اباد نه دي ویلي چې چین نه يې په څومره تعداد کې دغه طیارې اخیستلي دي د خبري رپورټونو ترمخه پاکستاني مامورینو د 25 الوتکو خبره کړې ده. د وي او ای رپورټ وايي د پاکستان پوځ د کلونو راهسې د چین نه وسله اخلي خو د دې ترڅنګ به یې امریکې نه هم وسله اخیستله. د رپورټ ترمخه په 2010 کې چې د امریکې او د پاکستان د تعلقاتو د عروج کال و، پاکستان د امریکې نه د یو بیلین مالیت وسله اخیستلې وه چې پکې یو شمېر جدید اېف 16 جنګي الوتکي هم شاملې وې.

په 2021 کې امریکې پاکستان ته د وسلې هېڅ خرڅون نه دی کړی.

چین او پاکستان چې د اوږدې مودې راهسې سیمه اييز اتحادیان دي، د سرمایه کارۍ، تجارتي او اقتصادي تعلقات یې نور هم پراخ کړي دي.

د فېبرورۍ په میاشت کې په چین کې د ژمي اولېمپک لوبو د پرانېستل کېدو په موقع د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بېجنګ کې و او په یو شمېر برخو کې یې چین سره د همکارۍ لوظنامې دستخط کړې چې پکې په خلايي تحقیق، ډېجیټل تېکنالوجۍ، ثقافت او تخنیکي مدونو کې همکاري شامله ده. امریکې په سفارتي کچه د اولېمپک دستورې نه بایکاټ کړی و.

مایکل کوګلمېن وویل د امریکې په مقابل کې چین سره د پاکستان تعلقات مثبت رجحان لري او د امریکې او پاکستان امکانات کمزوري ښکاري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستاني مامورین وايي امریکا د پاکستان تعلقاتو کې د زورولو او د موقع پرستۍ نه کار اخلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فېبرورۍ په 11 نېټه خبریالانو ته وویل کله چې ضرورت وي نو امریکا پاکستان خپل ملګری او پاکستان د لومړۍ کرښې ملک جوړ کړي او بیا یې هېر کړي او پابندۍ پې لګوي. د وي او ای د رپورټ ترمخه په امریکا کې د پاکستان حکومت غېر دیانتدار لیدل کېږي په خصوصي توګه کله چې په سیمه کې د ترهګرۍ او د اسلامي وسلوال توب د مخنیوي معامله وي.

د امریکې د کانګرس غړي سکاټ پېرې وي او ای ته وویل د کلونو راهسې پاکستان د امریکې سره د "دوه مخۍ" نه کار اخیستلی دی او پاکستان اوس هم د یو شمیر وسله والو ډلو مرکز دی.

سکاټ پېري د یو قانون مسوده هم معارفي کړی ده چې غواړي پاکستان دې یو داسې ملک وټاکل شي چې د ریاست په سطح د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د وي او ای رپورټ وايي دا وېل به د وخت نه مخکې خبره وي چې ایا دغه مجوزه قانون به منظور کړی شي؟ خو کله چې د سکاټ پېري نه پوښتنه وشوه دغه قانون یې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا اووه میاشتې وروسته ولې وړاندې کړی؟ نو په ځواب کې هغه روس سره د پاکستان د تعلقاتو ذکر وکړو.

سکاټ پېري وویل امریکا کوښښ کوي چې د روس په ضد نړۍ متحد کړي، په ملګرو ملتونو کې پاکستان په رای ورکولو کې برخه وانخیستله او روس نه پاکستان ته د ګېس نل لیکه جوړولو دپاره کوښښونه کوي.

مایکل کوګلمېن وویل په پاکستان او په امریکا کې د یو بل په اړه د تندو بیانونو باوجود یو ملک هم په مستقل ډول د یو بل نه بېلېدل نه غواړي. هغه وویل دا به غلطه خبره وي چې چین او د امریکې د نورو مخالفینو سره د پاکستان زیاتېدوونکي تعلقات واشنګټن سره د اسلام اباد د تعلق د ختمېدو علامت وګڼل شي. هغه زیاته کړه اسلام اباد اوس هم امریکې سره د همکارۍ خواهش موجود دی.

یادونه: خبریال اکمل داوي دا خبر د وي او ای دپاره تیار کړی دی

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG