لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېدای شي امریکا له پاکستان سره مرسته نن وځنډوي


ټاکل شوې ده د امریکې حکومت نن د پنجشنبې په ورځ د کانګرس غړو ته خبرتیا ورکړي، چې پاکستان ته ورکول کېدونکې "امنیتي مرسته" به وځنډوي

خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې امریکه به له پاکستان سره په کومه برخه کې او څومره مرسته و ځنډوي او نه هم دا څرګنده ده چې دا مرسته به تر کومه وخته ځنډېدلې وي

دا اعلان تر هغه یوه ورځ وروسته کېږي، چې سپینې ماڼۍ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې په "دوه مخۍ" تورن کړ او اسلام اباد ته یې خبرداری ورکړ، که غواړي د امریکې مرسته تر لاسه کړي، نو "باید نور څه هم وکړي".

د رویټرز خبري اېجنسۍ د خبر له مخې د امریکي کانګرس د دوو غړو مرستیالانو ویلي، د بهرنیو چارو دفتر د چارشنبې په ورځ د کانګرس غړو ته خبرتیا ورکړې، چې د پنجشنبې په ورځ به پاکستان ته د ورکول کېدونکې مرستې د ځنډولو رسمي اعلان وکړي

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز په دې اړه له خبرو انکار کړی او دا خبره یې نه تایید کړې او نه یې رد کړې ده، چې حکومت دي یې د پنجشنبې په ورځ پر پاکستان د مرستې ځنډولو اعلان وکړي. د بهرنیو چارو دفتر هم سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکې بهرنیو چارو وزارت د کانګرس غړو ته د ولسمشر ټرمپ تر هغه ټویټ وروسته رجوع وکړه، چې پاکستان یې پکې د ترهګرو په پالنه تورن کړی وو او ادعا یې کړې وه، چې امریکې په تېرو پینځلسو کلونو کې په اربونو ډالر مرسته ورسره وکړه، خو په بدل کې یې له "درواغو او ټګۍ" پرته هیڅ تر لاسه نه کړل

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ تر ټویټ وروسته ویلي وو، چې د امریکې حکومت به د پاکستان په اړه د راتلونکي وخت تګلاره په راتلونکو دوو ورځو کې اعلان کړي

په تېرو درو ورځو کې چې د ولسمشر ټرمپ تر ټویټ وروسته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان پر تګلاره نیوکو زور اخیستی، د امریکې د حکومت نورو اعلی چارواکو هم د پاکستان رول غندلی دی. د امریکې د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر او په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نیکي هیلي هم له امریکې سره د پاکستان تګلاره "دوه مخې لوبه" بللې او د ترهګرو د پالنې تور یې ورباندې لګولی دی

نیکي هیلي د سه شنبې په ورځ په خپل یوه بیان کې ویلي وو، چې امریکه له پاکستان سره اعلان کړې ۲۵۵ میلینه ډالره مرسته ځنډوي، ځکه چې وایي دغه هېواد د ترهګرۍ په ضد د جګړې پر ځای ترهګرو ته له پناه ورکولو لاس وانه خیست.

د امریکې د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر هم د سه شنبې په ورځ له وي.او.اې سره په مرکه کې تور ولګاوه، چې پاکستان ترهګري د خپلې بهرنۍ تګلاره یوه برخه ګڼي او د ترهګرو په ضد بې له توپیره جګړه نه کوي

د پاکستان حکومت او پوځ د امریکي چارواکو وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د ترهګرۍ پالونکی نه، بلکې قرباني دی او په تېرو څو کلونو کې یې د ترهګرو په ضد پراخ عملیات کړي دي

د امریکې د کانګرس اکثرو غړو خصوصاً د ریپبلکن ګوند کسانو، چې د کانګرس په دواړو پارلمانونو کې اکثریت لري، د پاکستان حکومت او پوځ په أفغانستان کې په لاسوهنه او د أفغان طالبانو په ملاتړ تورن کړي او په تېر وخت کې یې هم ورباندې د مرستې د بندولو غوښتنه کړې ده

د امریکې حکومت هم تور پورې کوي، چې د أفغان طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي او خبرداری یې ورکړي، چې که اسلام اباد د وسلوالو ملاتړ پرېنښوو او پر حقاني ډله یې سترګې پټې کړې، نو مرسته به ورباندې بنده کړي او په ضد به یې نور ګامونه واخلي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG