لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د مذهبي ازادیو کمېشن: په پاکستان کې د مذهبي ازادیو حالت نور هم خراب شوی


د امریکې د مذهبي ازادیو د نړیوال کمېشن تازه رپوټ وایي په پاکستان کې د مذهبي ازادیو حالت نور هم خراب شوی او وایي حکومت په منظمه توګه د مذهب د سپکاوي او د احمدیانو په ضد قوانین جوړ کړي او د مذهبي اقلیتونو په ژغورلو کې ناکامه شوی دی.

د 2021م کال د مذهبي ازادیو دغه رپوټ د اپرېل پر 21مه خپور شوی او د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د 2020م کال په مهال مذهبي ازادیو او له اقلیتونو سره کېدونکي سلوک ته پکې کتنه شوې ده.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې په تېر کال کې د خلکو هدفي وژنې، د مذهبي د سپکاوي مقدمې، په زوره د مذهبي بدلون او د احمدیانو، شیعه ګانو، هندوانو، عیسایانو او سیکانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو په ضد له کرکې ډکې ویناوې زیاتې شوې دي.

په دې رپوټ کې یو ځل بیا سپارښتنه شوې چې د پاکستان په ګډون هغه لس هېوادونه دې د هېواد د اقلیتونو د مذهبي ازادیو د منظمې، روانې او شدیدې سرغړونې له کبله د ځانګړې اندېښنه په فهرست کې واچول شي.

پاکستان دې تازه رپوټ ته څه جواب لا نه دی ویلی خو د امریکې د مذهبي ازادیو د کمېشن د تېرو کلونو رپوټونه یې رد کړي او ویلي یې دي چې په هېواد کې یې مذهبي اقلیتونه بشپړه ازادي لري.

په رپوټ کې ویل شوي له مذهبي اقلیتونو سره د پاکستان د چلند اندازه له احمدي ډلې سره د دې هېواد له سلوکه ښه لګېدای شي. وایي دا ډله د خپلې عقیدې او له دې کبله چې ځانونه مسلمانان ګڼي له سختو رسمي او ټولنیزو ځورونو سره مخ ده.

رپوټ زیاتوي چې په تېر کال کې د احمدیانو په هدفي وژنو کې هم زیاتوالی راغلی، وایي د جولای او نومبر میاشتو تر منځ د مذهب په سپکاوي د تورن امریکایي نسله پاکستاني طاهر نسیم په ګډون پینځه تنه احمدیان وژل شوي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې پاکستان د تېر کال په مې میاشت کې د سپریم کورټ د 2014م کال د پرېکړې په بنیاد د مذهبي اقلیتونو یو مرکزي کمیشن جوړ، خو وایي‌ احمدي ډله یې پکې شامله نه کړه.

وایي کله چې په دې کمېشن کې د احمدي ډلې د شاملولو بحثونه پیل شول نو د پاکستان د مذهبي او د مذهبونو تر منځ د همږغۍ د چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري په ښکاره وویل:

"څوک چې هم له احمدي ډلې سره خواخوږي یا زړه سواندي ښکاره کوي هغه نه اسلام او نه هم پاکستان ته وفادار دی".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مذهبي ازادیو کمېشن وایي د مذهب د سپکاوي او احمدي ضد قوانین امتیازي قوانین دي چې د رسنیو له نویو ضابطو سره یو ځای کارول شوي او وایي په دې کې د بشري حقونو سرغړونې هم شاملې دي چې د مذهبي اقلیتونو په وړاندې یې د زغم فضا ختمه کړې ده.

رپوټ وایي د تېر کال په پاکستان کې په محروم میاشت کې د مذهب د سپکاوي 40 مقدمې درج شوې دي چې وایي‌ اکثره پکې شیعه مسلمانان په نخښه شوي، خو نور مذهبي اقلیتونه هم پکې هدف کړای شوي دي.

د دې رپوټ په اساس په 2020م کال کې په پاکستان کې 30 تنه عیسایان د مذهب د سپکاوي په تور په زندانونو کې بندیان شوي، وایي په دوی کې اووه تنه هغه هم شامل دي چې د مرګ سزا ورته اورول شوې ده.

د رپوټ له مخې د پاکستان مذهبي اقلیتونو خصوصاً هندوانو او عیسایانو ته د تښتونې، اسلام ته په زوره د اړولو، جنسي تېري او په زوره د ودولو پېښې هم یو ښکاره خطر وو. وایي په تېر کال کې چې د مذهبي اقلیتونو له کومو نجونو سره په زوره ودونه شوي‌ په هغوی کې تر نیمایي‌ زیاتې یې کم عمره وې.

XS
SM
MD
LG