لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې دداعش څلور مهم مشران وژل شوي دي


د افغانستان په کونړ ولایت کې داعش د سرمشر ترڅنگ د ډلې څلور نور مهم غړي هم دا میاشت په یو هوايي برید کې وژل شوي دي. د خبره امریکايي فوج په یو بیان کې کړې ده.

د جولايي په ١١ مه نیټه حمله کې په کونړ کې د داعش مرکز په هدف شوی و چې پکې د خراسان صوبې مشر ابو سید ووژل شو. خراسان د موجوده وخت د افغانستان او د پاکستان سیمې تاریخي نوم دی چې داعش يي اوس هم استعمالوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ امریکايي فوج په خپل بیان کې داعش د څلورو وژل شوو مشرانو شناخت وکړو چې پکې شیخ ضیاالله، مولوي حبیب، حاجي شیرالله او اسدالله شامل دي.

ددې نه وړاندې امریکايي پوځ په ډرون حمله کې د ابو سید د مرگ تصدیق کړی و خو په برید کې د وژل شوو نورو کسانو شناخت يي نه و څرگند کړی.

ابو سید د داعش دریم مشر دی چې امریکايي فوج په افغانستان کې وژلی دی.

د بیان ترمخه، په افغانستان کې د امریکايي فوج مشر جنرل جان نکلسن ویلي داعش خلاف به کاروايي جاري ساتي چې دا رنگ دا ډله نه یوازې په افغانستان کې پښې مضبوطې نه کړې بلکې افغان اولس او دا سیمه داعش د خطر نه هم محفوظه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG