لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف: پاکستان دې د صدر ټرمپ په ټویټ د خپلې بې عزتۍ اسباب ولټوي


د نوي کال په وړمبي سحر خپل وړمبي ټویټ کې صدر ټرمپ وویل د اربونو ډالرو په بدل کې پاکستان امریکې سره د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی
د نوي کال په وړمبي سحر خپل وړمبي ټویټ کې صدر ټرمپ وویل د اربونو ډالرو په بدل کې پاکستان امریکې سره د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی

د پاکستان پخواني وزيراعظم او د واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند مشر نواز شريف ويلي د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان پرضد د سپکاوي او د تورونو نه ډک بيانونه د زغملو وړ نه دي او که چرې پاکستان ګڼي چې بې عزتي يې شوي نو پکار ده چې علتونه یې ولټول شي.

د نهې په ورځ اسلام اباد کې د وکيلانو يوې دستورې ته وینا کې نواز شريف په عدالتي پريکړو، د هېواد په جمهوري نظام او په ورستیو کې د پاکستان او امريکې په اړيکو کې د کړکيچ په موضوع خبرې وکړې.

د هېواد په سياسي او جمهوري عمل کې د پوځ لاس وهنې ته په اشاره نوازشریف وویل که چرې په کال ١٩٧١ کې د هغه وخت مشرقي بنګله ديش مشرانو ته خپل جمهوري او سياسي حقونه ورکړی شوي وو نو بنګله ديش به نه جوړيدو او چې کله مشرقي پاکستان جدا شو نو ددغه پيښې پرشا د علتونو معلومولو لپاره د حمود الرحمن کميشن په وړاندیزونو چا غوږ وه نه ګروو.

ښاغلي شريف زياته کړه نن چې د هېواد کوم حال دې هغه د ټولو وړاندې دې. د امريکا د صدر ډانلډ ټرمپ له اړخه چې د پاکستان په حقله کوم بيانونه راغلي يو عزت داره ملک هم دغه شان نيوکې، تورونه او د سپکاوي نه ډک چلند نه شي زغملی.

نوازشریف وویل د امريکې د صدر بيان د بې عزتې او سپکاوي نه دک دې او که په حقيقت کې د پاکستان بې عزتي شوې وي نو بايد چې هغه علتونه ولټول شي.

"ځما په خيال چې څومره نن پدې د غور ضرورت دې مخکې نه و. په سهيلي او مينځني ايشيا کې نور ملکونه هم شته خو نن يواځې د پاکستان لپاره سپکه ژبه کارولې کيږي ولې ددې هرڅه باوجود مونږ په خپل ګريوان کې کتلو ته تيار نه يوو."

نواز شريف يو ځل بيا د ملکي عدليې پرضد ټکونه تکرار کړه او وې ویل په پاکستان کې لا داسې عدالت نه دې جوړ شوی چې په يو پوځي امر عدالت کې مقدمه وچلوي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف د امريکا په بابله دا بيان داسې وخت کې ورکړې چې د پاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې یو ځل بیا د تاو تریخوالي ښکار شوي دي.

څرکنده دې وي چې امريکا په پاکستان افغان طالبانو او حقاني نيټ ورک ته په خپله خاوره د پنا ورکولو تورونه لګوي ولې پاکستان دا نيوکې رد کوي .

د امريکا د دفاع محکمې ويلي امريکا غواړي چې پاکستان په خپله ځمکه د پټ ترهګرو پرضد کوټلي او غوڅ عمليات وکړي.

نواز شریف که یو خوا په سیاست کې د پوځ په کردار نیوکي کوي نو بل خو د هغه ناقدین وايي په سیاست کې خپله د نوازشریف راتگ د پخواني صدر جنرل ضیاالحق په وجه شوی دی.

نوازشریف د بنگالیانو د حقونو خبره هم وکړ خو پښتانه او بلوڅ مشران وايي د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه سي پېک کې پخواني وزیراعظم د وړو صوبو د مفاداتو خیال نه دی ساتلی او د منصوبې لار یې داسې جوړه کړې چې گټه ترې زیاته پنجاب صوبې ته ورسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG