د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د څلور ورځو په سرکاري دوره د اتوار په ماسپښین د امریکا سرښار واشنگټن ډې سي ته ورسیدو.
نواز شریف د پاکستان هوائي ځواکونو جهاز نه د واشنگټن سره نزدې په هوائي اډه د جهاز نه راکښته شو. د امریکائي حکومت چارواکو په هوائي اډه د نواز شریف، د هغه د کورنۍ غړو او د هغه د پلاوي غړو هرکلی وکړو.
د نواز شریف دوره په نزدې کالونو کې د پاکستان د کوم لوړ پوړي حکومتي مشر د امریکې ورستۍ دوره ده. د دورې په مهال به وزیراعظم نواز شریف د اتوار په ورځ د امریکې خارجه وزیر جان کیري سره ملاقات کوي.
نواز شریف په داسې مهال واشنگټن ته رسیدلی دی چې د تاوتریخوالي ورسته، د امریکا او پاکستان په تعلقاتو کې بهتري راغلې. د تعلقاتو د ښه کیدو یوه نخښه امریکا لخوا پاکستان ته د امداد بحالي هم ده.
د پاکستاني وزیراعظم واشنگټن ته د سفر لږ وړاندې امریکا اعلان وکړو چې د ځنډ ښکار یو اشاریه شپږ ارب ډالرو امداد به پاکستان ته بحالوي.
جان کیري سره د ملاقات ورسته، نواز شریف به د امریکا صدر براک اوباما سره هم ملاقات کوي.
د ترهگرۍ خلاف جنگ، جنوبي ایشیا او افغانستان کې په خصوصي توگه، امن او ثبات او اقتصادي همکاري هغه مشترکه موضوعات دي چې امریکا او پاکستان پې اکثر د یو بل سره خبرې اترې کوي.
امریکائي چارواکو سږ کال د مۍ د میاشت په عامو انتخاباتو کې د گټې ورسته سیمه کې د امن په لړ کې د نواز شریف د اقداماتو ستائنه کړې ده.
افغانستان کې د امن او افغان طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې واشنگټن د اسلام آباد نه د مرستې امیدلري.
واشنگټن ته د رسیدو وړاندې، نوازشریف ویلي امریکائي چارواکو سره به د ډرون حملو په مسله هم خبرې اترې کوي. پاکستان په خپله خاوره د ډرون بریدونو مخالفت کوي او د خپلې خپلواکۍ سرغړونه يي گرځوي.
خو امریکائي چارواکې او خپله د وسله والو په ویب پاڼو ددې خبرې تصدیق شوی چې ډرون حملو کې القاعده او طالبانو ځېنې اهم غړي په نخښه کړی شوي دي.
د پاکستان ایبټ آباد ښار کې د امریکائي خصوصي ځواکونو په کاروائي کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن د وژل کیدو او ددې ورسته د پاکستان په مومندو قبائیلي سیمه کې په پاکستاني سرحدي پوسټ باندې د نیټو په حمله کې د پاکستاني ځواکونو د وژل کیدو ورسته د دواړ هیوادونو تعلقات کې د تاوتریخوالي ښکار شوي وو.
خو واشنگټن ته د نواز شریف سفر چې په نزدې کالونو کې د پاکستان د حکومتي مشر لخوا وړمبی سفر دی، ښائي د امریکا او پاکستان تعلقات په ښه کیدو دي.
امریکا اعلان کړی د کال ٢٠١١ راهسې د ځنډ ښکار یو اشاریه شپږ ارب ډالرو مالي امداد يي پاکستان د پاره بیا بحال کړی دی. او د پاکستان سټیټ بینک د جمعې په ورځ ویلي د ترهگرۍ خلاف جنگ کې امریکا سره د مرستې په بدل کې ورکړی کیدونکی امداد کوالیشن سپورټ فنډ په مد کې ورته د امریکا لخوا د ٣٢٢ میلینه ډالره ورکړی شوي دي.