لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او پاکستان د خوږو ترخو تعلقاتو په تاریخ یو نظر


 د امریکې پخوانی صدر براک اوباما او نور چارواکې په ایبټ اباد کې د اوسامه بن لادن په کور د امریکايي ځواکونو اپریشن په ټیلي وژن گوري
د امریکې پخوانی صدر براک اوباما او نور چارواکې په ایبټ اباد کې د اوسامه بن لادن په کور د امریکايي ځواکونو اپریشن په ټیلي وژن گوري

په کال ١٩۴٧ کې د پاکستان د قیام سره سم امریکې د پاکستان سره خپل سفارتي تعلقات برابر کړل. که څه هم د دواړو هیوادونو اړیکي د خوږو او ترخو نه تیر شوي خو د خپلو مفاداتو په خاطر دواړو هیوادونو په ملگرتیا کې د یو بل سره د احتیاط نه کار اخیستی دی.

د وي او اې خبریالې مریسا میلټن د امریکې او د پاکستان د تلعلقاتو په تاریخ یو نظر اچولی دی.

امریکا په هغه وړمبو هیوادونو کې شامل ملک و چې په کال ١٩۴٧ م کې یې پاکستان د یو ازاد ریاست په توگه تسلیم کړو.

په کال ١٩٥۴ م کې پاکستان خپل ځان د دې مخمصې نه راویستلو چې د هغه وخت سویت یونین او که د امریکې سره ځان نژدې کړي او په دغه کال کې یې د امریکې سره یوه معاهدې لاس لیک کړه

ددې معاهدې د لاندې پاکستاني پوځي افسران د تربيي لپاره امریکې ته تللی شول او په بدل کې پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د امریکايي پوځي مشیرانو یوې ډلې ته د کار اجازت ورکړو.

په کال ١٩٥٦ م کې پاکستان د پیښور سره نژدې د بډه بیرې پوځي هوايي مرکز امریکې ته په اجاره ورکړو. د روس په بیلسټک مزایلو باندې د نظر ساتلو دپاره امریکې په بډه بیره کې هوايي ځواکونه پرځای کړي وو خو په کال ١٩٦٠ کې روس په خپل فضايي سرحد کې د امریکې یو جنگي جهاز راوغورځولو. دغه جهاز د بډه بېرې نه پرواز کړی و. ددې ورسته پاکستان د بډه بېرې مرکز بیرته واخیستو او د امریکې نه یې گله وکړه چې د هوايي مرکز د استعمال په اړه یې ورته دروغ ویلي وو.

په کال ١٩٦٢ کې د هغه وخت د امریکې صدر جان ایف کینډي هندوستان ته د پوځي او اقتصادي امداد وړاندیز وکړو چې پاکستان پرې سخت ناراضه شو.

په ١٩٦٥ م کې د پاکستان او د هندوستان ترمنځ د جنگ په نښتو امریکې د دواړو هیوادونو هر ډول امداد بند کړو.

په ١٩٧٠ کې د پاکستان په منځگړیتوب امریکې او چین خپل ترمنځه روابط برابر کړل او یو کال ورسته په وړمبي ځل یو امریکايي صدر د چین دوره وکړه.

په کال ١٩٧١ کې په بنگال کې د هندوستان سره د جنگ په مهال امریکې یوارې بیا د پاکستان امداد بند کړو. پاکستان ته د امریکې امداد خو څلور کاله ورسته بحال شو سره ددې چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د ایټمي زغل په موضوع د دواړو هیوادونو ترمنځ کړکیچ موجود و.

د امریکې پخوانی صدر جمي کارټر
د امریکې پخوانی صدر جمي کارټر

په کال ١٩٧٩ کې د صدر جمي کارټر حکومت د پاکستان د ایټمي هلو ځول په سر یو وارې بیا د اسلام اباد پوځي امداد وتړلو خو هم دغه کال کې په افغانستان کې د روس د مداخلت ورسته امریکې پاکستان ته په اینده پنځو کلونو کې د درې اشاریه دوه ارب ډالرو امداد ورکولو لوظ وکړو او د روس خلاف جنگ کې پاکستان د امریکې نژدي اتحادي شو.

په ١٩٩٠ کې د صدر جار ایچ ډبلیو بش د پاکستان د ایټمي پروگرام د پاکستان پوځي امداد بند کړو او پاکستان ته د امریکې د پوځي ساز او سامان انتقال ځنډول شو چې پکې ایف ١٦ جنگي جهازونه هم شامل وو.

د ١٩٨٩ نه د ١٩٩٣ پورې د امریکې صدر جارج ایچ ډبلیو بش
د ١٩٨٩ نه د ١٩٩٣ پورې د امریکې صدر جارج ایچ ډبلیو بش

په کال ٢٠٠١ کې په امریکې د القاعده د حملو ورسته، د ترهگرۍ خلاف جنگ کې پاکستان یو وارې بیا د امریکې اتحادي شو او په کال ١٩٩٨ م د پاکستان د ایټمي ازموینو په سر لگلول شوي پابندۍ امریکې ختمې کړې.

په ٢٠٠٣ کې د ترهگرو خلاف جنگ د پاکستان د مرستې په بدل کې امریکې د پاکستان ته ورکړې یو ارب ډالرو قرض معاف کړو. په کال ٢٠٠٥ کې په پاکستان کې د خونړۍ زلزلې ورسته امریکې پاکستان د ٥١٠ میلینه امداد ورکړو.

په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان صدر جنرل پرویز مشرف ومنله چې پاکستان د امریکايي امداد زیاتره برخه هندوستان پرضد د هیواد دفاع په مضبوطولو مصرف کړی دی.

په کال ٢٠١٠ کې د امریکايي او پاکستاني استخباراتي ادارو په مشترکه کاروايي کې د افغان طالبانو یو مرکزي مشر ملا عبدالغني برادر ونیولو. ملا برادر طالبانو د مشر ملا عم نایب و.

په کال ٢٠١١ کې د امریکي د عسکرو خصوصي دستې په ایبټ اباد کې د پوځ د تربيي مرکز کاکول سره نژدې په یو کور کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن ووژلو. په نتیجه کې د دواړو هیوادونو تعلقات بیان د تاو تریخوالي ښکار شول. په اولسي کچه د پاکستان په خاوره د امریکايي په کاروايي د قهرجن ردعمل په ځواب کې د پاکستان د پوځ او د سویلین حکومت دریځ و چې پاکستان ته د وړاندې څخه د بن لادن خلاف د کاروايي اطلاع نه وه ورکړی شوي.

بن لادن
بن لادن

په کال ٢٠١٢ کې پاکستان ډاکټر شکیل افریدي ته د غدارۍ په الزام د٣٣ کاله قید سزا واروله. ډاکټر شکیل افریدي د بن لادن په لټولو کې امریکې سره مرسته کړې وه. ډاکټر شکیل افریدي ته د قید سزا په ځواب کې د امریکې کانگرس پاکستان ته د ٣٣ میلن ډالرو امداد وځنډولو.

په کال ٢٠١۴ کې امریکې د طالبانو یو اهم غړی لطیف محسود چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې نیولی و، پاکستان ته وسپارلو.

او د کال ٢٠١٨ م د جنورۍ په دویمه نیټه د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت اعلان وکړو چې پاکستان ته به د ٢٢٥ میلین ډالرو امداد په ځنډ کې وساتي ځکه چې پاکستان د ترهگرۍ خلاف جنگ کې په مناسب ډول کردار نه دی ادا کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG