لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ: په افغانستان کې د امن په لړ کې ډیر پرمختگ شوی دی


صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان په وایټ هاوس کې

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په افغانستان کې د امن او د طالبانو سره د سولې د تړون په لړ کې په ورسیتو ورځو کې ډیر پرمختگ شوی دی.

ښاغلي ټرمپ دغه خبرې د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د وزیراعظم عمران خان سره د ملاقات په موقع خبریالانو ته وکړې. د خبري غونډې په موقع عمران خان هم د صدر ټرمپ ترڅنگ ناست وو.

په افغانستان کې د امن او د طالبانو سره د مفاهمت په اړه، صدر ټرمپ وویل په دې لړ کې پاکستان د وړاندې په مقابل کې دا وخت زیاته مرسته کوي. عمران خان وویل چې ډیر زر به پاکستان د دې جوگه شي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته د کښېناستو غږ وکړي.

وزیراعظم عمران خان هم وویل چې هغه همیش دا خبره کړې ده چې د افغانستان د مسلې حل د جنگ د لارې نشي راویستل کېدی. هغه وویل په افغانستان کې د امن لوظنامې نه د وړاندې پرتله دا وخت ډیر نژدې شوې دي.

صدر ټرمپ وویل د افغانستان د مسلې حلې یې په یوه هفته او یا ١٠ ورځو کې راویستل شو خو نه یې غوښتل چې په مېلینونو خلک ووژل شي. هغه وویل د دغې تگلارې په نتیجه کې به افغانستان د دنیا د نقشې نه ختم شوی و.

که څه هم صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان په افغانستان کې د امن په اړه د خوشبېنۍ څرگندونه وکړه خو دواړو څه ډیر جزیات وړاندې نکړل.

او د وړاندې په مقابل کې د پاکستان په اړه د صدر ټرمپ لهجه نرمه ښکارېدله. هغه پاکستان سره د اقتصادي همکارۍ د زیاتولو خبره وکړه. هغه وویل پکار ده چې د دواړو ملکونو ترمنځ اقتصادي تعلقات د موجوده وخت په مقابل کې څو چنده زیات شي.

د دې نه وړاندې به صدر ټرمپ په افغانستان کې د امن په اړه د پاکستان نه گیله من و.

د کال ٢٠١٨ په لومړي ټویټ کې صدر ټرمپ ویلي وو چې امریکې پاکستان ته د اربونو ډالرو امداد ورکړی دی خو په بدل کې ورسره پاکستان د درغو او د درغلۍ نه کار اخیستی دی.

د عمران خان ترڅنگ خبري غونډې ته وینا کې صدر ټرمپ د ایران په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ایران د درغونو نه کار اخلي او بیا یې عمران خان ته مخ واړولو او ویې ویل چې پاکستان خو دروغ نه وايي.

د جنوبي ایشیا دپاره دپاره د خپل حکومت تگلاره د اعلانولو په وخت هم صدر ټرمپ په پاکستان تنقید کړی وو او ویلي یې وو چې پاکستان اوس هم ترهگرو ته په خپله خاوره پناه ځای ورکوي او اسلام اباد باید چې طالبان د مذاکراتو میز ته په راکښ کولو کې خپل کردار ادا کړي.

د تېر یو کال راهسې امریکايي استازو د افغان طالبانو سره د خبرو لړۍ پېل کړې ده او پاکستان وايي د امریکې او د طالبانو په خبرو کې یې مرسته کړې ده.

د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستاني وزیراعظم سره شریک خبري غونډې ته وینا کې صدر ټرمپ وویل د وړاندې په مقابل کې پاکستان په افغانستان کې د امن په لړ کې ډیره مرسته کوي او پکار ده چې پاکستان کې نور اقدامات هم وکړي.

XS
SM
MD
LG