لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وایټ هاوس ته د عمران خان د تگ په وخت د "گو نیازي گو" نعرې


صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان
صدر ټرمپ او وزیراعظم عمران خان

د صدر ډانلډ ټرمپ سره د ملاقات دپاره وایټ هاوس ته د وزیراعظم عمران خان د تگ په وخت په واشنگټن کې گڼ شمېر مظاهره چیانو د "گونیازي گو" نعرې پورته کولې.

که یو خوا د پاکستان مسلم لیگ (ن) فعالانو ته د عمران خان خلاف نعرې پورته کولې نو بلخوا د تحریک انصاف پلویانو د پاکستاني وزیراعظم په حق کې شعارونه پورته کول.

د عمران خان په حق او مخالفت کې مظاهره کونکې د وایټ هاوس سره نژدې په یو باغ کې جمع شوي وو.

وایټ هاوس ته د عمران خان د تگ په وخت مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00

د وی او ای ډیوه خبریال رحمان بونېری چې د مظاهرو په ځای کې موجود و وویل د مظاهره چیانو ترمنځ د نښتو مخه نیولو دپاره پولیس باغ وتړلو او مظاهره چیان یې سړک ک ویستل.

د عمران خان او د پاکستاني ادارو په ضد په شعارونو پورته کونکو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ ، د پاکستان مسلم لیگ (ن)، د بلوچستان سره تعلق لرونکو اقلتیونو او د گلگت بلتستان سره تعلق لرونکو د ځینو سیاسي ډلونو کارکونکي شریک وو.

د پي ټي اېم پلویانو وي او ای ډیوه ته وویل چې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونه روانه ده او دوی غواړي چې د وزیراعظم عمران د صدر ټرمپ سره د ملاقات په وخت د دوی غږ وایټ هاوس کې هم واوریدل شي.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) یو غړي وی او ای ډیوه ته وویل په پاکستان کې سیاسي مخالفین جیلونو ته اچول شوي دي او دا وخت ولسي مارشل لا لگول شوې ده.

په مظاهره کې د بلوچستان سره تعلق او گلگت سره تعلق لرونکو وویل دوی صدر ټرمپ ته خواست کوي چې د پاکستان اقتصادي امداد دې بند کړي. د دوی وینا وه چې دغه د امریکايي ډالرې په پاکستان کې د لږگیو د زورولو دپاره استعمالیږي.

د پاکستان تحریک انصاف پلویانو د صدر ټرمپ د عمران او د ملاقات په وخت د هغه په حق کې مظاهره وکړه. مظاهره چیانو وایت هاوس د هغه د هرکلي سندرې ویلې او جشن یې کولو. د امریکې د پي ټي ايي مشر ډاکټر عبدالله ریار وي او ای ډیوه ته وویل چې د ټرمپ او عمران ملاقات د پاکستان او امریکې په تعلقاتو کې یو نوی باب دی.

هغه زیاته کړه عمران خان ولس منختب کړی او په پاکستان کې هغه ته د نوي امید په توگه کتل کېږی.

د عمران خان وایت هاوس ته د تگ په وخت د هغه د پلویانو او د مخالفینو د یو بل خلاف شعارونه پورته کړل. د فریقینو ترمنځ د نښتو پولیس باغ وتړلو او مظاهره چیان یې بهر سړک ته ولېږل.

وایټ هاوس ته د عمران خان د تگ په وخت مظاهره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:35 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG