لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ به امن راولم


صدر ټرمپ او صدر محمود عباس د لیده کاته ورسته په شریکه خبري غونډې ته وینا وکړه
صدر ټرمپ او صدر محمود عباس د لیده کاته ورسته په شریکه خبري غونډې ته وینا وکړه

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د واشنگټن په سفر د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس سره په وایټ هاوس کې د شورو، چارشنبې، په ورځ لیده کاته وکړل او وې ویل چې هغه به د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ په سوله راوستلو کې کامیاب شي.

"ما همیشه اوریدلې دي چې شاید تر ټولو مشکله چې کومه معاهده ده هغه د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ معاهده ده،" صدر ټرمپ وویل. "ځۍ چې وگورو چې مونږ دوي غلظ ثابتولی شو."

دواړه مشرانو د لیده کاته ورسته خبریالانو ته وینا کوله.

په دې موقع صدر محمود عباس هم خوشبیني څرگنده کړه. هغه په عربۍ ژبه کې خبرې کولې او وینا یوې ترجمانې انگریزۍ ته اړوله.

صدر محمود عباس وویل "مونږ یقین لرو چې ستا په مشرۍ کې تاریخي امن راوستلو کې به ستا حقیقي همکاران وو."

په وایټ هاوس کې د صدر محمود عباس د هرکلي نه دوه نیمې میاشتې وړاندې، ډانلډ ټرمپ د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره لیده کاته کړې دي.

په دغه موقع صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې د اسرائیل او فلسطینیانو د شخړې د حل د هر هغه لارې حمایت کوي چې فریقین يي خپله غوره کړي او که پکې د فلسطینیانو دپاره جدا ریاست قایمیدل وي او که نا.

هغه دا هم ویلي چې په اسرائیل کې د امریکې سفارتخانه به د تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړي، چې د امریکې د پخواني دریځ نه بدله خبره ده.

د صدر ټرمپ دغه وینا داسې وگڼلی شوه چې گنې د منځني خیتځ ددغه مسلې د حل دپاره د اسرائیل او فلسطینیانو د دوو جدا ریاستونو د امریکې د روایتي دریځ نه پشا شوی دی.

خو په موجوده وخت کې داسې ښکاري چې صدر ټرمپ د دغه بیان نه ورسته شوی دی او په اسرائیل يي غږ کړی چې په فلسطیني ځمکو دې نوي ابادکاري نه کوي.

په عین حال کې د فلسطین وسله والې ډلې حماس د خپلې نوي تگ لارې دستاویز جاري کړی او پکې په وړمبي ځل حماس د هغه سرحدونو دننه د فلسطیني ریاست د قایم حمایت کړی دی کومه علاقه چې د ١٩٧٦ د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د جنگ په وخت د فلسطینیانو د اختیار دلاندې وه. خو دستاویز کې د اسرئیل د تسلیمولو خبره نه ده شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG