لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: نړۍ د صدر ټرمپ په اړه مثبت نظر نه لري


صدر ټرمپ په خپل دفتر کې
صدر ټرمپ په خپل دفتر کې

په یو شمېر هېوادونو کې زیاتره خلک د صدر ډانلډ ټرمپ په اړه مثبت نظر نه لري خو امریکا یو ښه هیواد گڼي. دا خبره د څېړنې یوې ادارې خپل تازه رپورټ کې کړې ده.

د پیو ریسرچ سېنټر نومې ادارې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خپلې څېړنې نتېجې شائع کړې چې پکې وېل شوي د امریکې نه بهر په بیلا بېلو ملکونو کې ٦۴ فیصد خلک دا اعتماد نه لري چې صدر ټرمپ به د خارجې تعلقاتو په مد کې کوم مثبت کار وکړي. ٢٩ فیصد خلک د صدر ټرمپ حمایت کوي.

د پیو ریسرچ سېنټر د څېړنې موندنې ای اېف پي خبري ادارې هم خپرې کړي چې وايي د پیو ریسرچ په څېړنه کې تیر کال د می د میاشت نه د اکتوبر د میاشت پورې په ٣٣ ملکونو کې د ٣٧٠٠٠ کسانو نه پوښتنې شوې وې او رای یې اخیستل شوې وې.

نظر پوښتنه ښايي صدر ټرمپ په یورپ کې په خصوصي توگه منفي تاثر لري.

په جرمني کې یوازې ١٣ فیصد خلک، په سوېډن کې ١٨ فیصد، په فرانس کې ٢٠ فیصد، سپېن کې ٢١ فیصد، په برطانیه کې ٣٢ فیصد او په هالېنډ او یونان کې ٢٥ کسان فیصد کسان په صدر ټرمپ اعتماد کوي.

د څېړنې ترمخه، په روس کې ٢٠ فیصد په خلک په صدر ټرمپ اعتماد کوي خو د امریکې په گاونډي هیواد مېکسیکو کې په صدر ټرمپ د بې اعتمادۍ کچه ٨٩ فیصد ده.

په هندوستان، اسرائیل، نایجریا، کینیا او فلېپینز کې په سروی کې شرکت د شرکت کوونکو اکثریت خلک صدر ټرمپ ته په مثبت نظر کتنه کوي چې په هندوستان کې یې شرح ٥٦، په نایجیریا کې ٥٨ فیصد، کینیا کې ٦٥ فیصد، اسرائیل کې ٧١ او فلېپینز کې ٧٧ فیصد ده.

څېړنه ښايي د خارجي تگلارې په مد کې د صدر ټرمپ تگلارې ته په عمومي توگه په مثبت نظر کتنه نه کېږي.

په سروی کې برخه اخیستونکو زیاتره خلکو د هیواد په حیثیت د امریکې په اړه مثبت نظر څرگند کړی دی.

د امریکې په اړه تر ټولو زیات منفي تاثر د یورپ په جرمني، هالېنډ او سویډن هېوادونو کې موندل شوی دی چې په هالېنډ کې یې شرح ۴٦ فیصد، په سوېډن کې یې شرح ۴٥ فیصد او په جرمني کې شرح ٣٩ فیصد وه.

د ای اېف پي په رپورټ کې دا نه دي وېل شوي چې د امریکې حکومت یا خپله صدر ټرمپ د پیو د څېړنې په اړه څه ویلي دي او که نا؟ خو صدر ټرمپ هر وخت د خپل حکومت د کامیابیو او لاس ته راوړنو خبره کوي. هغه وايي د تېرو وختونو په مقابل کې د امریکې اقتصاد دا وخت تر ټولو زیات ښه دی، د بې روزگارۍ کچه ټیټه شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG