لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا: پاکستان کې نوی حکومت جوړ شوی په ګډه کار به ورسره کوو
تازه خبر

امریکا: پاکستان کې نوی حکومت جوړ شوی په ګډه کار به ورسره کوو


امریکې ویلي، د پاکستان د نوي حکومت سره به په ګډه کار مخ په وړاندې بوځو، امريکا په پاکستان کې د ازادۍ اظهار رایې ملاتړ کوي او د ټولنيزو ‏رسنيو د بنديزونو غندنه کوي.‏

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو میلر د نهې- سه شنبې په ورځ خبري غونډه کې ويلي، امریکا د ګردې نړۍ په څېر پاکستان کې هم د اظهار ‏رای د ازادۍ ملاتړ کوي.‏

هغه ويلي، امريکا په تېر وخت کې هم ويلي، چې د اېکس (پخواني ټویټر) په ګډون د انټرنېټ په هر فلېټ فارم د حکومت لخوا بشپړ يا جزوي بنديز د ‏غندنې وړ دی.‏

ميلر ويلي، امريکايي چارواکو د پاکستاني چارواکو سره په ليدنو کې هم د بنیادي ازاديو په درناوي ټينګار کړی او په راتلونکې کې به هم په دې زور ‏راوړی.‏

د نوموړي نه پوښتنه شوې، چې د امریکې د ‏‎30‎‏ پورې کانګرس غړو په دې حواله خط ليکلی او غوښتنه یې کړې وه، چې پاکستان کې په ترسره انتخاباتو ‏کې د درغليو د تورونو د پلټنو پورې دې د پاکستان حکومت ونه مني.‏

ميلر یې په ځواب کې ویلي دي، پاکستان کې د مقابلې انتخابات شوي دي او د کروړونو په شمېره کې پکې خلکو خپل غږ پورته کړی دی.‏

هغه ویلي، پاکستان کې نوی حکومت جوړ شوی دی او امریکا به په يقيني توګه د نوي حکومت سره په ګډه کار کوي.‏

نوموړي زياته کړه، پاکستان کې په انتخاباتو کې د ګډوډي خبرونه مخې ته راغلي، سیاسي ګوندونو پرې اعتراضونه راولاړ کړي، امریکا غواړي چې د ‏دغه ګډوډي او اعتراضونو بشپړه پلټنې وکړل شي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، په ملک کې دننه بېلا بيل سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه ‏کوي.‏

له دې وړاندې امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ په بنديز ‏اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو ‏له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق په ‏‎12‎مه فرورۍ يوه خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو پکې ‏يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند ‏کړل شوی وو.‏

هغه زياته کړې وه، امریکا، برتانیه او يورپي يونين د پاکستان دوست هېوادونه دي، خو د بده مرغه هغو د ټولنيزو رسنيو او ډيجيټل مطبوعاتو د ‏معلوماتو په اساس تبصره کړې ده، زمه واره حکومتونه که وروسته خپل دريځ وړاندې کړي دا به غوره وي.‏

هغه ويلي وو، که د انتخاباتو په اړه پلټنې هم کوي، نو د امریکا، برتانيه او يورپي يونين په غوښتنه به یې نه کوي پاکستان یې خپله تګلاره لري ځکه چې ‏پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د دغه ډول چېلنجونو د مخنيوي دپاره خپل قوانين لري.‏

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو اخیستل شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG