لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راویستلو فېصلې صدر بایډن ته په سیاسي کچه نقصان رسولی


صدر بایډن هغو امریکایانو عسکرو ته احترامات وړاندې کوي چې په کابل کې د داعش په حمله کې وژل شوي‌دي
صدر بایډن هغو امریکایانو عسکرو ته احترامات وړاندې کوي چې په کابل کې د داعش په حمله کې وژل شوي‌دي

د امریکې په سیاست نظر ساتونکي په دې خبره متفق دي چې د ګډوډۍ ښکار شوي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا عمل چې پکې د ۱۳ امریکايي عسکرو وژل کېدل هم شامل دي، صدر جوبایډن ته یې په سیاسي توګه زیان رسولی دی. دا خبره د وي او ای انګریزۍ څانګې په خپل رپورټ کې کړې ده.

خپله صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ قام ته وېنا کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وېستلو د فېصلې دفاع وکړه.

د وي او ای وايي رپورټ په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي دي، ماهرین په دې اړه مختلف نظر لري چې د امریکې عوام به تر څومره وخت پورې توجه د ګډوډۍ سره مخامخ شوي د افغان جنګ په خاتمه وساتل شي؟

رپورټ وايي زیاتره امریکایانو د ډیر وخت راهسې په افغانستان کې د جنګ مخالفت کولو.

ځینې څېړونکي وايي د افغانستان مسله به د کال ۲۰۲۲ د انتخاباتو پورې اثر لري خو ځینې څېړونکي وايي د امریکايي ولس حافظه لنډه ده او د کال ۲۰۲۲ پورې به افغانستان د خلکو د ذهنونو نه وتلی وي.

د اګست په ۲۶ نېټه د کابل هوايي اډې سره نژدې د داعش په حمله کې د ۱۳ امریکايي عسکرو د وژل کېدو ورسته د امریکې د مارننګ کنسلټ نومې ادارې د نظر پوښتنې ترمخه ۴۹ فیصد کسانو د صدر بایډن په تګلاره د عدم اطمینان اظهار وکړو چې په صدارت کې د بایډن د مقبولیت تر ټولو ټیټه کچه ده.

د وي او ای رپورټ وايي د صدر بایډن د واک من ډېموکرېټک پارټۍ مخالف ګوند ريپبلېکن پارټي به په اینده انتخاباتو کې د افغانستان مسله ژوندۍ ساتي او امریکايي ولس ته به ور یادوي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ریپبلېکن پارټۍ سېنټر بېن سېس د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل چې طالبانو په واک کې د بیا راتلو په تنیجه کې به افغانستان یو وارې بیا د ترهګرو پناه ځای جوړ شي.

د ریپبلېکن پارټۍ یوه تجزیه کاره کرېسټېن سولټېس اېنډرسن وايي که څه هم د خارجه تعلقاتو مسلې د امریکې په انتخاباتو څه ډیر اثر نه کوي خو هغه وايي په افغانستان کې رامنخته شوي غمیزه د صدر بایډن د قابلیت دعوې کمزوري کوي.

د واک من ډېموکرېټک پارټۍ تجزیه کار جان زوګبي وايي خپل پوزیشن او د افغانستان په اړه خپل مقبولیت بهتر کولو دپاره صدر بایډن ته پکار دي چې بېړني اقدامات وکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ځینې ماهرین بیا ګڼي چې د افغانستان نه انخلا به د اوږدې مودي دپاره د صدر بایډن سیاسي مسله نه وي.

د ډیوک یونېورسټۍ د سیاسیاتو استاذ بروس جېنټلسن چې د ډېموکرېټک پارټۍ انتخابي مشیر هم پاتې شوی، که څه هم د صدر بایډن مخالفین د افغانستان د مسلې نه سیاسي ګټې د اخیستلو کوښښونه کولی شي خو صدر بایډن او د هغه پلویان باید چې توجه د کور دننه موضوعاتو ته وکړي.

د فورډهم یونیورسټۍ د سیاسیاتو استاذه مونیکا مېکډرمټ وايي ريپبلېکن پارټي په کوښښ کوي چې د افغانستان مسله د صدر بایډن خلاف استعمال کړي او دا دریځ خپل کړي چې د صدر بایډن او د ډېموکرېټک پارټۍ حکومت اختیارات دې کم کړی شي.

د وي او ای رپورټ د ځینو نورو څېړونکو د قوله وايي امریکایان وړه حافظه لري او دا امکان ډیر کم دی چې ۱۴ میاستې وروسته به هم د امریکایانو په ذهنونو د افغانستان موضوع پرته وي او په دې اړه به غور کوي.

د ډېنور یونیورسټۍ د سیاسیاتو استاذ سېټ ماسکېټ وايي ریپبلېکنز به د افغانستان مسله د صدر بایډن په غاړه پسې تړي خو په اینده انتخاباتو کې د ووټرانو رای به ډیره بدله نکړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG