لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر جو بایډن په "کواډ" غونډه کې د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا مشرانو خبرې وکړې


صدر بایډن د کواډ غړو ملکونو د سر مشرانو غونډې ته وینا کوي
صدر بایډن د کواډ غړو ملکونو د سر مشرانو غونډې ته وینا کوي

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د "کواډ" نومې غونډه کې د هندوستان، جاپان او اسټرېلیا د شر مشرانو په انلاین بڼه د انډو پېسېفېک سیمې په امنیت او د چین د زیاتېدونکي نفوذ په اړه خبرې وکړي چې پکې دا تجویز هم شامل و چې د چین د کرونا وایرس وېکسین سفارتکارۍ مخه دې ونیول شي.

صدر بایډن د "کواډریلېټرل سکیورټي ډایلاګ" یا د امنیت په اړه د څلور اړخیزه مکالمې چې کواډ هم نومېږي، غوڼدې ته وړاندیز وکړو چې د اېڼدو پېسیفېک سیمه کې د کرونا وایرس طلب پوره کولو دپاره څلورو واړو ملکونو ته پکار دي چې د وېکسین پېداوار زیاتولو دپاره همکاري وکړي.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جېک سولېون د جمعې په ورځ وویل چې د کواډ غرو ملکونو ژمنه کړې چې د ۲۰۲۲ تر اخیره پورې به د اسایان او د اېڼدو پېسېفېک سیمې ته یو ارب د کرونا وېکسین ورکوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبرو کې د صدر بایډن د حکومت یو چارواکي وویل د وېکسین د تیارولو دپاره مالي وسایل برابرولو په خاطر د کواډ ملکونو یو پېچیده مالي انتظام په ځای کړی دی.

یو بل چارواکي وویل چې د امریکې نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل ډوېلپمنټ فاینېنس کورپورېشن په هندوستان، جاپان او اسټرېلیا کې د هغه وېکسین پېداوار د زیاتولو دپاره همکاري کوي چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د استعمال دپاره منظور کړي دي.

د وي او ای رپورټ په داسې حال کې چې صدر بایډن ټولو امریکایانو ته د کرونا وېکسین رسول غواړي هغه د دې فشار سره هم مخامخ دی چې د چین د وېکسین سفارتکارۍ مقابله دې هم وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي د چین صدر ژي جنپنګ د می په میاشت کې اعلان کړی و چی د چین جوړ وېکسین به په نړیواله کچه د ولسي خېر ښېګړې دپاره وي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبرې ادارې د شمېرو ترمخه د چین صدر د دغه اعلان نه پس چین د دنیا ۴۵ ملکونو ته نیم ارب وېکسین ورکړي دي. رپورټ وايي په شروع کې د کرونا وایرس په مخنیوي کې ناکامۍ وروسټه ځیني خلک د چین د وېکسینو سفارتکاري د خپل عزت ساتلو او د خپل نفوذ خپرولو د ګام په توګه ويني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG