لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي امیدوارانو اخېرۍ مباحثه به د نویو اصولو دلاندې کېږي


لومړۍ صدارتي مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي وه. دویمه هم د اکتوبر په میاشت کې کېدونکې وه خو د صدر ټرمپ د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدو له امله منسوخ کړی شوه
لومړۍ صدارتي مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي وه. دویمه هم د اکتوبر په میاشت کې کېدونکې وه خو د صدر ټرمپ د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدو له امله منسوخ کړی شوه

د نومبر په دریمه نېټه کېدونکو د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې د امیدوارانو ترمنځ دویمه او اخېرۍ مباحثه به د نویو ضوابطو دلاندې کولی شي چې امیدواران د یو بل په خبرو کې مداخلت نه ودروي.

د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د خبریالانو سره خبرو کې د مباحثې په نویو اصولو ناخوښي څرګنده کړه خو وه یې وېل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ټېنسي ریاست په اېشوېل ښار کې په انتخاباتو کې د هغه د ډیموکرېټک پارټۍ مخالف امیدوار جوبایډن سره مباحثه کې به شرکت کوي.

صدر ټرمپ وویل د مباحثې موضوعات بدلول غیرمنصفانه کار دی او د مباحثې کوربه هم د هغه خلاف تعصب لري.

د صدارتي مباحثې کوربتوب به د امریکې اېن بي سي ټېلې وژن خبریالا کرسټن وېلکر کوي او د صدر ټرمپ او جو بایډن نه به د کرونا وایرس، امریکايي کورنیو، په امریکا کې د قومونو ترمنځ تعلقاتو، موسمی بدلون، قامي سلامتیه او د مشرۍ یا لیډرشپ په موضوعاتو به پوښتنې کوي.

د صدر ټرمپ انتخابي کېمپېن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل پکار ده چې زیاتې پوښتنې په نړیوالو مسلو شوی وی.

د جوبایډن انتخابي کېمپېن ویلي صدر ټرمپ نه غواړی چې د کرونا وایرس وبا ته د هغه د حکومت په ځواب خبرې وشي او دواړه خوا به دې متفق شوي چې د پوښتنو انتخاب به کوربه کوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مباحثه کې به دواړه صدارتي امیدواران ۱۵ منټه په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کوي، هر امیدوار به دوه منټه خبرې کوي او بیا به عام بحث وي.

د صدارتي مباحثې کمېشن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په کومو دوو منټو کې چې یو امیدوار خبرې کوي نو د بل مایک به بند وي.

لومړۍ صدارتي مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي وه. دویمه هم د اکتوبر په میاشت کې کېدونکې وه خو د صدر ټرمپ د کرونا وایرس نه د ناروغه کېدو له امله منسوخ کړی شوه.د صدارتي مباحثې کمېشن وویل دویمه مباحثه به د انټرنېټ دلارې وشي خو د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي صدر ټرمپ دې ته راضي نه شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG