لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د صدارتي انتخاباتو په لړ کې د امیدوارانو ورستۍ هلې ځلې


د صدر ټرمپ او جوبایډن، چې د نایب صدارت په چوکۍ هم پاتې شوی و، ترمنځ دویمه او اخېرۍ مباحثه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ڼېنسي ریاست په اېشوېل ښار کې کېدونکي ده

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې امیدواران، د واکمن ريپبلېکن پارټۍ ډانلډ ټرمپ او د ډېموکرېټک پارټۍ د هغه مخالف جوبایډن، په خپلو ورستۍ هلوځلو کې مصروف دي.

ډانلډ ټرمپ چې د صدارت د دویمې دورې امیدوار دی، د نهې سه شنبې، په ورځ یې په پېنسلوېنیا ریاست کې انتخابي جلسې ته تقریر وکړو او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کېدونکې د مباحثې دپاره دا مهال تیاری کوي.

د نومبر په دریمه نېټه د امریکې د صدارتي انتخاباتو یو اهم روایت د امیدارانو ترمنځ مباحثه وي چې په مطبوعاتو په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي او امیدواران پکې په بېلا بېلو موضوعاتو خپل خیالات او خپلې تګلارې څرګندوي او په ځینو موقعو خو پکې یو بل سره مخامخ ولاړ د صدارت خواهشمند نیغ په نیغه په يو بل ټکونه او تنقیدونه هم کوي.

د صدر ټرمپ او جوبایډن، چې د نایب صدارت په چوکۍ هم پاتې شوی و، ترمنځ دویمه او اخېرۍ مباحثه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ڼېنسي ریاست په اېشوېل ښار کې کېدونکي ده.

د دواړو حریفانو ترمنځ لومړۍ مباحثه د سپټمبر په میاشت کې شوي ده چې پکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل حکومت یې د ملک اقتصاد بهتر کړی او د کرونا وایرس په اړه یې د خپلې تګلارې دفاع وکړه. جوبایډن د صدر ټرمپ مخالفت وکړو، وه یې وېل د امریکې اقتصاد خراب شوی، د کرونا وایرس په اړه د حکومت تګلاره ناقصه وه او په امریکا کې نسلي تعصب زیات شوی خو صدر ټرمپ وویل هغه د نسلي امتیاز او د نسلي سخت درېځۍ مخالفت او غندنه کوي.

د لومړۍ مباحثې وروسته په مطبوعاتو کې په دواړو صدارتي امیدوارانو دا تنقید کېدو چې د یو بل خبرې یې ماتولې او یو بل ته یې غوږ نه اږدو.

دویمه مباحثه د صدارتي مباحثو کمېشن د نویو اصولو لاندې کېدونکې ده چې پکې به یوازې د هغه امیدوار مایک ازاد وي چې خبرې کوي او د دویم امیدوار مایک به بند وي خو د عمومي بحث په وخت به د دواړو مایکونه ازاد وي.

د دواړو امیدوارانو ترمنځ په سپټمبر کې بله مباحثه هم کېدونکي وه خو د کروناوایرس نه د صدر ټرمپ او د هغه د مېرمن د ناروغه کېدو په سبب منسوخ کړی شوه. د علاج و وروسته ډاکټران وايي د صدر ټرمپ د کرونا وایرس ټېسټ منفي ختلی دی.

ای پي خبري اداره وايي د جوبایډن هره دوه ورځې وروسته د کرونا وایرس ټېسټ کیږي او تراوسه پورې نه دی ناروغه شوی.

.

XS
SM
MD
LG