لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې تر ټولو لوی حکومتي وکیل یا څارنوال په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلیو د پلټنو امر کړی


وېلیم بار وویل تحقیقات په داسې حال کې کېدلی شي که چېرې د بې قاعدګیو واضحه او باوري الزامات موجود وي او که چېرې دا د حقیقت ثابتېدو په صورت کې په انفرادي ریاست کې د وفاقي انتخاب په نتیجه په ممکنه توګه اثر انداز کېدلی شي
وېلیم بار وویل تحقیقات په داسې حال کې کېدلی شي که چېرې د بې قاعدګیو واضحه او باوري الزامات موجود وي او که چېرې دا د حقیقت ثابتېدو په صورت کې په انفرادي ریاست کې د وفاقي انتخاب په نتیجه په ممکنه توګه اثر انداز کېدلی شي

د امریکې مشر حکومتي وکیل یا څارنوال وېلیم بار د وفاقي حکومت وکیلانو ته امر کړی دی چې د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د درغلیو په اړه لګول د شویو په پراخه کچه الزامات تحقیقات دې وکړي. د څارنوال د دې اقدام له امله د انصاف په وزارت کې په انتخاباتو کې د جرمونو د مخنیوي مسول چارواکي د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د وفاقي حکومت وکیلانو ته لېږل شوي د ېلیم بار په یاداشت کې په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلۍ په اړه مخصوص مثالونه نه دي ورکړی شوي. د وېلیم بار د یاداشت نقلونه بېلا بېلو خبري ادارو ترلاسه کړي دي.

وېلیم بار وویل تحقیقات په داسې حال کې کېدلی شي که چېرې د بې قاعدګیو واضحه او باوري الزامات موجود وي او که چېرې دا د حقیقت ثابتېدو په صورت کې په انفرادي ریاست کې د وفاقي انتخاب په نتیجه په ممکنه توګه اثر انداز کېدلی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه وېلیم بار ریاته کړه چې د باوري الزاماتو معاملې ته دې په وخت کتنه وشي او د وزارت چارواکي دې د احتیاط نه کار واخلي او په منصافه او بې طرف ډول خپله دنده ترسره کړي چې یو د ګوندهم پکې ډله وه نشي.

په انصاف وزارت کې په انتخاباتو کې د جرمونو د مخنیوي مسول رچرډ فلګر د ګل، دوشنبې، په ورځ همکارانو ته په یو ایمېل کې ولیکل چې د وېلیم بار د یاداشت په ترڅ هغه ډیر په افسوس د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکوي. فلګر وویل د وېلیم بار یاداشت به مضمرات ولري. د دغه چوکۍ نه د استعفا وروسته به فلګر په انصاف وزارت کې په بل منصف کې خدمات ترسره کوي.


د وي او ای رپورټ وايي د انصاف وزارت د ډیر وخت راهسې دا پالسي لري چې تر څو په هر ریاست کې چارواکو د انتخاباتو د نتیجو تصدیق نه وي کړی د انتخاباتو په اړه تحقیقات نه شروع کیږي او د دې مقصد دا تاثر ردول دي چې ګنې وفاقي حکومت په ووټونو کې لاس وهنه کوي.

ریاستونه د ډسمبر د اتمې نېټې پورې وخت لري چې د ووټونو بیا شمېره وکړي او په عدالتونو کې د انتخاب سره تړلي مقدمې فېصله شي. د ډسمبر په ۱۴ به الېکټرل کالج د صدر د انتخاب دپاره رای ورکوي.

د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جو بایډن د انتخابي کېمپین وکیل باب بایر د ګل، دوشنبې، په ورځ د وېلیم بار په بیان د افسوس څرګندونه وکړه او وه یې وېل د دفاع پرځای وېلیم بار د فرضي الزاماتو د تحقیقاتو امر کړی دی.

بایر وویل دا هغه د هغه ډول دعوې دي چې صدر او د هغه وکیلان یې په ناکامه توګه هره ورځ کوي او عدالتونه یې په خندا ردوي. هغه زیاته کړه د امریکې جمهوریت د سیاسي چالبازۍ نه زیات مضبوط دی.

د واک من ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاب کې لا ماتی نه دی تسلیم کړی او وايي په یو شمېر ریاستونو کې په ووټونو کې درغلي شوي ده. د وي او ای رپورټ وايي صدر ټرمپ د خپلو الزاماتو په حق کې ثبوتونه نه دي پېش کړي.

د امریکې زیاتره خبري ادارو جو بایډن په صدارتي انتخاب کې بریالی بللی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG