لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي مطبوعاتو جو بایډن په اېریزونا ریاست کې بریالی اعلان کړو 


د وي او ای د انګریزۍ څانګې د خبر ترمخه د اېریزونا ریاست ۹۹ فیصد ووټونه شمارل شوي دي او بایډن د ۱۱۰۰۰ ووټونو سره د صدر ټرمپ نه ومخکې دی

امریکايي مطبوعاتو په اېریزونا ریاست کې د نومبر په دریمه نېټه شوي صدراتي انتخاب د غیر رسمي نتیجو ترمخه د واک من ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د ډېموکرېټګ پارټۍ امیدوار جوبایډن بریالی اعلان کړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د خبر ترمخه د اېریزونا ریاست ۹۹ فیصد ووټونه شمارل شوي دي او بایډن د ۱۱۰۰۰ ووټونو سره د صدر ټرمپ نه ومخکې دی.

رپورټ وايي په اېریزونا کې د ګټې سره د جو باېډن د الیکټورل ووټونو شمیره نوره هم سېوا شوه او دا په داسې حال کې چې صدر ټرمپ په انتخاباتو کې د ماتې منلو نه تر اوسه پورې انکار کوي.

د امریکې نیویارک ټایمز، سي اېن اېن، اېن بي سي نیوز او واشنګټن پوسټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بایډن په اېریزونه کې بریالی ووبللو.

په تاریخي توګه ایریزونا ایالت د ریپبلکن ګوند مظبوط مرکز ګڼل کیږي. د امریکا فاکس نیوز او اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې هم تیره اونۍ په اېریزونا کې د باېډن د ګټې اعلان کړی و. ایډېن څیړنیز مرکز هم په ایریزونا ایالت کې د جو باېډن د ګټې اټکل کړی وو او باېډن ته یې په ایالتونو کې د ګټې په اساس ۲۹۰ الیکټورل ووټونه ورکړي دي.

د دې نه وړاندې د ډېموکرېټ ګوند جوباېډن په صدارتي‌ ټاکنو کې ۲۷۰ الکټورل ووټونه ترلاسه کړي وو چې په صدراتي ټاکنو کې د ګټې او د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د سوګند پورته کولو لپاره ضروري‌ وي.

د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید او د امریکا موجوده صدر ډانلډ ټرمپ څو څو وارې ویلي په دې صدارتي ټاکنو کې په لویه کچه درغلۍ شوي او د هغه انتخابي کېمپین د دغه الزاماتو په سر مقدمې هم شروع کړي خو مطبوعات وايي صدر ټرمپ د درغلیو په اړه ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د امریکا د انټرنېټ د امنیت اېجنسۍ ویلي، د نومبر په ۳مه نېټه شوي انتخابات د امریکا د تاریخ تر ټولو زیات خوندي انتخابات وو.

اداره چې پخپله صدر ټرمپ جوړه کړې، د دغې لخوا دغه بیان د صدر ټرمپ د کمپاېن ډلې لخوا په انتخاباتو لګول شوي تورونو نیغ په نیغه ردونه ده.

په امریکا کې د بېلا بېلو ایالتونو د چارواکو لخوا هم تر اوسه په انتخاباتو کې د کومو ګډوډیو په اړه څه نه دي رپورټ شوي او د صدر ټرمپ د قانوني ډلې لخوا په عدالتونو کې جمع کړل شوي خواستونه هم د ناکامۍ سره مخ شوي.

که څه هم د امریکا په غیرسرکاري نتېجو کې جو باېډن د انتخاباو ګټونکی دی، یو شمیر انتخابي نتېجې د قانوني چېلنجونو او بیا شمیرلو سره مخ دي.

د امریکايي قانون تر مخه ایالتونه به د دسمبر د ۸مې نېټې پورې ټولې رایې تصدیق کوي او د الېکټورل کالج ګټونکی به اعلانوي. د دغې ګام سره به په رسمي توګه د دسمبر په ۱۴مه نېټه نوې صدر انتخاب شي.

XS
SM
MD
LG