لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جوبایډن د خپلو ترجیحاتو ترسره کوولو تیاری شروع کړی، صدر ټرمپ لا ماتی نه دی منلی


د وایس اف امریکې د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي صدر ټرمپ په صدارتي انتخاب کې نه لا ماتی تسلیم کړی دی او نه یې هم د جوبایډن سره خبرې کړي دي. صدر ټرمپ په انتخاب کې د صدارت د دویمې څلور کلنې دورې امیدوار و

د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې کامیاب بلل شوي د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن د اقتدار ترلاسه کوولو او د خپلو لومړو ترجیحاتو ترسره کوولو دپاره تیاری شروع کړی دی خو په انتخاب کې د هغه حریف او د ريپبلېکن پارټۍ موجوده صدر ډانلډ ټرمپ لا په رسمي ډول ماتی نه دی تسلیم کړی.

نوی صدر به د جنورۍ په شمله نېټه د چوکۍ سوګند پورته کوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې لیکي چې داسې ښکاري چې په خپلو لومړو فېصلو کې به نوی صدر د صدر ټرمپ د وخت ځینې اقدامات بېرته واخلي چې پکې د مسلمانانو د اکثریت ځینو ملکونو نه امریکې ته په سفر بندیز، د موسمي بدلون په اړه د پېرس په معاهده کې د امریکې بیا ورشاملول او د ملګرو ملتونو صحت اداره ډبلیو اېچ او کې د امریکې غړیتوب بیا اخیستل شامل دي.

صدر ټرمپ لا ماتی نه دی تسلیم کړی

د وایس اف امریکې د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي صدر ټرمپ په صدارتي انتخاب کې نه لا ماتی تسلیم کړی دی او نه یې هم د جوبایډن سره خبرې کړي دي.

صدر ټرمپ په انتخاب کې د صدارت د دویمې څلور کلنې دورې امیدوار و.

د صدر ټرمپ انتخابي کېمپېن په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په اړه یو شمېر مقدمې عدالتونو ته وړلي دي چې د ځینو پکې اورونه د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع کېږي.

جو بایډن او د هغه متوقع نایب صدره کمېلا هېرېس د توار، یکشنبې، په ورځ اقتدار ته د انتقال وېب پاڼه هم جوړه کړه او وه یې وېل په بېړنۍ توګه به د کرونا وایرس وبا، اقتصاد، موسمي بدلون او نسلي امتیاز ته ګرځوي.

د کرونا وایرس په اړه مشاوراتي ډله

د ګل، دوشنبې، په ورځ بایډن د کرونا په اړه د مشاوراتي ډلې د جوړولو اعلان وکړو چې مشري به یې ډاکټر وېوک مرتي کوي چې مخې د امریکې سرجن جنرل یا مشر سرجن و.

جوبایډن په یو بیان کې وویل د کرونا وایرس مخنیوی به یې د صدارت په اهم ترینو کې جګړو کې یوه وي او د هغه رهنمايي به ساینس او ماهرین کوي.

بایډن هېرېس وېب پاڼې د کرونا مخنیوي دپاره د اووه ټکو تګلاره اعلان کړې ده چې پکې د هر چا په مستقل او اعتباري ډول ویړیا ټېسټونه، د علاج منصافه تقسیم چې پکې وېکسین هم شامل دي او په قامي کچه د ماسک استعمال چې ځینې خلک یې په شخصي ازادۍ کې مداخلت بولي.

موسمي بدلون او د ځینو اسلامي ملکونو نه امریکې ته په سفر پابندي

د بایډن مرستیالان وايي متوقع صدر اراده لري چې د موسمي بدلون په اړه په پېرس معاهده کې امریکا بیا شامله کړي، امریکا بیا به ډبلیو ایچ او کې شامله کړي، د مسلمانانو د اکثریت ځینو ملکونونه امریکې ته د خلکو په سفر د صدر ټرمپ د وخت پابندي ختمه کړي او هغه ماشومان چې په ورکوټوالي کې امریکې ته راوستل شوي وو ورته په امریکا کې د پاتې کېدو اجازت ورکړي.

خپل انتخابي کېمپین کې بایډن ویلي وویل امریکا د ایران د اېټمي پروګرام په اړه شوي معاهده کې امریکا بیا شاملوي. صدر ټرمپ امریکا د دغه معاهدې ته وېستلي وه.

د وي او ای رپورټ وايي په امریکا د حکومت بدلېدو سره اکثر په تګلاره کې هم بدلون کیږي خو د هېواد په ورستي تاریخ کې به دا بدلون تر ټولو زیات محسوسیږي.

XS
SM
MD
LG