لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جو بایډن: د ولسمشر ټرمپ لخوا د انتخاباتو نتیجو د نه منلو په اړه اندیښنه نه لري خو دا کار یې د شرم دی


صدر ټرمپ او جوبایډن
صدر ټرمپ او جوبایډن

د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د تیرې اونۍ د ټاکنو د نتیجو وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نه منلو یا د ټاکنو د پایلو څخه انکار کولو په اړه اندېښنه نلري. خو وايي چې دا کار د ټرمپ او هیواد لپاره شرم دی.

ټرمپ د نومبر درېيمې په انتخاباتو کې د درغليو بې بنياده دعوې کړي دي.

بایډن په ویلمینګټن ډلاوېر کې، چیرې چې هغه د جنوري په شلمه نیټه د خپل واک انتقال په اړه کار کوي خبریالانو ته وویل:

"زه فکر نه کوم چې دا کار به د ولسمشر ټرمپ سره کومه مرسته وکړي."

ټرمپ د نومبر درېيمې په انتخاباتو کې د درغليو دعوې کړې دي او په څو ایالتونو کې یې له لسګونو ډیرې قضیې ثبت کړي چې د بایډن اټکل شوي ټاکنو بریا شنډه کړي.

بايډن وويل چې د واک د انتقال پروسه په ښه ډول روانه ده او د دې سربېره چې ټرمپ د انتخاباتو نتيجې لا نه دي منلي او ځینې رېپبلېکنس یې بريا نه مني خو د ده په خبره، دا به د دوی په پلان او په هغه څه چې دوی يې له دې وخته د جنورۍ تر ۲۰ مې پورې د کولو جوګه دي، ډېر اغېز ونکړي.

د عمومي خدماتو اداره چې د امریکا یوه حکومتي اداره ده د بایډن اټکل شوي بریا د تصدیق کولو څخه ډډه کړې. دا کار د بایډن چارواکي په فډرل ادارو کې د دفتر ځای نیولو، د حکومتي ایمېل اډرسونو سپارلو او د واک انتقالولو پروسې لپاره د فډرل پیسو ترلاسه کولو مخه نیسي. خو جوبایډن دا خبره د اندیښنې وړ نه ده بللې.

د امریکا له اساسي قانون سره سم د ۲۰۲۱م د جنورۍ پر ۲۰مه به د امریکا نوی ولسمشر د خپلې دندې لوړه وکړي او رسماً کار پیل کړي.

ټرمپ د نومبر پر ۱۰مه هم بې ثبوته دعوو ته دوام ورکړ او ویې ويل چې د ووټونو په شمېرلو کې پراخې سرغړونې شوي دي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې کېدای شي چې اخر انتخابات دی وګتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG