لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د صدارتي انتخاب ابتدايي غېرحتمي نتېجې مخې ته راتلل شروع شوي 


د وي او ای د نقشې ترمخه قریباً د نیمايي امریکايي ریاستونو څخه ابتدايي غېر رسمي نتېجې مخې ته راغلي دي چې پکې د ددواړو امیدوارانو ترمنځ مقابله نژدې ښکاري
د وي او ای د نقشې ترمخه قریباً د نیمايي امریکايي ریاستونو څخه ابتدايي غېر رسمي نتېجې مخې ته راغلي دي چې پکې د ددواړو امیدوارانو ترمنځ مقابله نژدې ښکاري

د امریکې په یو شمېر ریاستونو کې د نهې، سه شنبې، په ماښام د صدر د انتخاب دپاره ووټونو سر ته د رسېدو وروسته ابتدايي غېر حتمې نتېجې مخې ته راتلل شروع شوي دي.

د انتخاباتو په اړه د وي او ای د نقشې ترمخه تر اوسه پورې په ابتدايي غېر حتمي نتېجو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د صدارت امیداوار جو بایډن ۱۹۲ استازي ترلاسه کړي دي او د هغه مخالف د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ ۱۰۰ استازي ګتلي دي.

د وي او ای د نقشې ترمخه قریباً د نیمايي امریکايي ریاستونو څخه ابتدايي غېر رسمي نتېجې مخې ته راغلي دي چې پکې د ددواړو امیدوارانو ترمنځ مقابله نژدې ښکاري.

د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې ووټران امیدوارانو ته نېغ په نېغه ووټونه یا رای نه ورکوي. هر ریاست د استازو یا ډېلیګېټس یو مخصوص تعداد لري. په کوم ریاست کې چې یو ګوند په د ووټرانو اکثریت ترلاسه کړي د هغه ریاست استازي یا ډېليګېس ترلاسه کړي او دغه استازي یا ډېليګټس بیا د صدر انتخاب کوي.

هر امیدوار وایټ هاوس ته رسېدو دپاره ۲۷۰ الېکټرل ووټونو ته اړتیا لري.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم امریکایان د صدر د انتخاب په اړه اندېښمن وو، خو د نهې، سه شنبې، په ورځ د ووټونو عمل په ارام تر سره شو.
د قانون عملي کوونکو مامورینو او د ووټرانو د حقونو فعالان وايي په ځینو ځایونو کې د ووټرانو د ویرول کېدو پېښې شوې وې خو د ووټونو عمل زیاتره په پرامنه ماحول کې ترسره شو.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو نتېجې لا واضحه نه دي چې آیا صدر ټرمپ په وایټ هاوس کې نورو څلورو کلونو دپاره غوره کړی شوی دی او که نا جو بایډن به د وایټ هاوس نوی استوګن وي، مامورین په حالاتو نظر ساتي چې داسې نه وي د ووټونو د د نتېجو نه پس تشدد راوپاریږي.

د ووټرانو د حقونو فعالان وايي د نهې، سه شنبې، په ورځ د ووټونو عمل کامیاب او د مسلو نه پاک و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG