لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا ټاکنې به په افغانستان، پاکستان او هندوستان څه اغېز ولري؟


د امریکې صدارتي ټاکنې د نومبر په دریمه نېټه کېدونکي. د ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاباتو کې دویمې دورې امیدوار دی. هغه مخالف د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن دی چې د دې نه وړاندې د نایب صدارت په چوکۍ هم پاتې شوی دی
د امریکې صدارتي ټاکنې د نومبر په دریمه نېټه کېدونکي. د ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاباتو کې دویمې دورې امیدوار دی. هغه مخالف د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن دی چې د دې نه وړاندې د نایب صدارت په چوکۍ هم پاتې شوی دی

په واشنګټن ډي سي کې د سټېمسن څېړنیز مرکز د انټرنټ له لارې د مباحثې انتظام کړی و چې پکې په سویلي اسیا د امریکې د صدارتي ټاکنو د پایلو د ممکنه اغېز په اړه خبرې وشوې.
په دې انلاین غونډه کې د افغانستان، پاکستان او هندوستان په نمایندګۍ د بیلا بیلو څیړنیزو مرکزونو څخه ګډونوال وو.

د "انډین کونسل اف ورلډ افېرز " وېوېک مېشرا وویل چې د امریکې هر یو ګوند که ولسمشرۍ ټاکنې وګټي نو پر هندوستان به یې ډیر اغیز نه وي ځکه چې دواړه ګوندونه غواړي له هندوستان سره پراخې اړیکې ولري. هغه وايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تړون هم لا نه دی بشپړ شوی او راتلونکی حکومت که هر یو وي‌ نو په دې لړ کې به ګامونه اخلي. "زه ګمان کوم که ولسمشر ټرمپ یو وارې بیا وګټله نو د دواړو هیوادونو تر منځ به اړیکې ښيې او پراخې وي. که بایډن وګټله خو بیا به ډیموکراټان د کشمېر مسلې په هکله د هند سره تر یو حده ستونزه ولري. که څه هم هلته اوس حالت بیرته نورمال شوی او انټرنټ هم بیرته سم شوی."

په اسلام آباد ښار کې د ایرو اسپیس او امنیت د مطالعاتو د مرکز څیړونکي ستاره نور ده وویل "زه فکر کوم چې دا ټاکنې ډیرې مهمې دي نه یوازې د امریکایانو لپاره بلکې د امریکې رول د بیا تعریفولو په لړ کې د نړۍ رهبر په توګه. خو زه فکر نه کوم چې د دې ټاکنو پایلې به د سیمې یا پاکستان په هکله د امریکل پالیسۍ کې لوی بدلون راولي. دواړو ټرمپ او بایډن وییلي‌ چې د افغانستان څخه به خپل سرتیري اوباسي. خو ټرمپ نن په خپل ټویټ کې وییلي چې تر کرسمس پورې به ټول امریکايي سرتیري اوباسي خو بایډن غواړي یو شمېر سرتیري په افغانستان کې وساتي."

مېرمن ستاره زیاته کړه چې په د امریکې راتلونکي حکومت کې به هم امریکې او پاکستان تر منځ درې مهمې موضوعګانې وي چې یو یې د پاکستان لخوا د افغانستان د سولې پروسې کې همکاري‌، د پاکستان د اټومي وسلو خوندیتوب او همداراز د چین په سر د پاکستان سره اړیکې دي.

هغې زیاته کړه چې د امریکې تر ټولو لویه اندیښنه د پاکستان نیوکلېر یا اټومي وسلو خوندي‌ ساتلو ده او په راتلونکي کې امکان شته چې امریکا په دې لړ کې په پاکستان فشار راوړي.

ارش یقین چې د افغانستان او سیمې د سیاسي چارو څیړونکی دی وايي "د پاکستان او هندوستان په پرتله د افغانستان په هکله د امریکې پالیسۍ دومره یقیني نه ده خو دا واضح ده چې د امریکې دواړه ګوندونه که‌ ډیموکرېټ دی او که ریپلیکن، د جنګ څخه ستړي‌ شوي او غواړي له افغانستان څخه ووځي. دواړه د سولې پروسې باندې متفقه دي خو یوازینی فرق به دا وي چې په افغانستان کې د څنګه حکومت یا نظام ملاتړي دي."

ارش وايي هغه ګڼي چې که جو بایډن دغه ټاکنې وګټي‌ نو په افغانستان کې به د بشري‌ حقونو او ښځو حقونو په هکله ډیره توجه وکړي.

د امریکې صدارتي ټاکنې د نومبر په دریمه نېټه کېدونکي. د ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ په انتخاباتو کې دویمې دورې امیدوار دی. هغه مخالف د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن دی چې د دې نه وړاندې د نایب صدارت په چوکۍ هم پاتې شوی دی.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG