لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د صدارتي ټاکنو فېصله به په شپږو ايالتونو کې کېږي


د امريکا صدارتي [ولسمشرۍ] انتخابونه سر ته رسېدلي خو د هر چا سترګې د شپږو ايلتونو په انتخابي نتيجو دي. په دغو ايلتونو کې مېشېګن، پېنسلوانيا، وېسکانسن، جارجيا، شمالي کېرولاينا او نوا‌‌‌‌‌‌ډا دي.

په يادو ايلتونو کې د وټونو شمېره روانه ده او په ظاهره د صدارتي امېدوارانو، صدر ټرمپ او پخوانی مرستيال صدر باي‌‌‌‌‌‌ډن، تر منځ سخته سيالي روانه ده. تر اوسه پورې په دغو ايلتونو کې چا هم د کوم امېدوار د ګټې يا بايلات دعوه نه ده کړې.

د ولسمشرۍ لپاره د 2016م په ټاکنو کې د نوا‌‌‌‌‌‌ډا پرته نور پينځه واڼه ايلتونه صدر ټرمپ ګټلي وو خو د هغه وړاندې دغه ايلتونو کې د جارجيا پرته نور ټول صدر اوباما ګټلي وو.

د وي او ای په وېپ پاڼه د انتخاب د نقشې ترمخه جوبایډن تر اوسه پورې ۲۲۴ الېکټرل او صدر ټرمپ ۲۱۳ الېکټرل ووټونه ترلاسه کړي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د نتېجې په اړه د غیر یقينې صورتحال باوجود ډانلډ ټرمپ، چې د صدارت د څلورو کلونو د دویمې دورې امیدوار دی، د شورو، چهارشبنې، په سحر په وایټ هاوس کې د کېمرو مخې ته وویل د هغه یقین دی چې انتخاب یې ګټلی دی او د ووټونو د شمېرلو ودرولو دپاره به سپریم کورټ ته خپله مقدمه وړي.

هغه وویل دا د قام سره دهوکه ده او "تر څو چې زما تعلق دی نو ما د وړاندې نه ګټلي ده."

د دې نه وړاندې جوبایډن د ډېلاویر ریاست په وېلمنګټن ښار کې په خپل کور کې خپلو پلویانو سره خبرو کې د هغوی شکریه اده کړه او وه یې وېل ووټونه بو ګټي خو هغه زیاته کړه چې د صبر نه به کار اخلي.

صدر ټرمپ خپلو پلویانو سره خبرو کې وویل د ريپبلېکن پارټۍ وکیلان به د سپریم کورټ نه غوښتنه کوي چې په جورجیا، نارت کېرولاینا، پېنسلوېنیا، مشېګن او وېسکانسن ریاستونو کې چرته چې ټرمپ مخې دی هلته دې د ووټونو شمېر ودرولی شي خو د وي او ای رپورټ وايي که باقي پاتې ووټونه وشمارل شي نو د صدر ټرمپ صورتحال بدلیدلی شي.

د ووټونو د شمېرلو عمل ودرولو په لړ کې د صدر ټرمپ د خبرو په اړه د جو بایډن کېمپین وویل دا د هغو امریکایانو نه د هغوی جمهوري حق د اخیستلو کوښښ دی چې خپلې رای یې پېشګي ورکړي دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د دغه ریاستونو نه لومړۍ نتېجې ښايي چې د واکمن ریپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ پکې د ډېموکرېټک پارټۍ د خپل حریف نه مخکې دی خو د ډاک دلارې ورکړی شویو ووټونو شمېر لا دوام لري او د دې نتېجه دغه صورتحال بدلوولی شي ځکه چې د بایډن زیاترو پلویانو په ډاک پېشګي ووټونه ورکړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG