لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدارتي انتخاباتو کې ورستۍ هلې ځلې


د صدر براک اوباما حریف مټ رامني
د صدر براک اوباما حریف مټ رامني
د امریکې صدارتي انتخاباتو کې د ووټ اچونې نه دوه ورځې وړاندې داوړه صدارتي امیدواران موجوده صدر براک اوباما او د هغه حریف مټ رامني د اتوار په ورځ خپلو ورستۍ هلوځلو کې مصروف وو.
براک اوباما چې د واک من ډیموکریټک په نمائندگۍ په دویم ځل د صدارت امیدوار دی، د اتوار په ورځ به د نیوهیمپشائیر، فلوریډا، اوهایو او کالراډو ریاستونو په سفر وي. د گل په ورځ به هغه ویسکانس، ایوه او یو وارې بیا د اوهایو دوره کوي او بیا به خپل ریاست شکاگو ته رسیږي او د نهې په شپه به هم هلته تیروي.
صدارتي انتخاباتو کې به ووټونه د نهې په ورځ اچول کیږي.
د ریپبلیکن گوند صدارتي امیدوار اوهایو، پنسیلوینیه او ورجینیا کې خپلو انتخابي سرگرمو کې مصروف وو. ددې نه علاوه هغه به هم لکه د صدر براک اوباما فلوریډا او نیو هیمپشائیر ریاستونو سفر کوي او بیا به خپل پلرني ریاست مساچوسټس ته ځي.
اولسي نظر پوښتنې ښائي د دواړو صدارتي امیدوارانو په منځ کې مقابله په کالراډو، فلوریډا، اوهایو او ورجینیا ریاستونو کې برابر روانه ده. ویل کیږي چې صدر براک اوباما اوهایو او ورجینیا ریاستونو کې وړاندې دی خو مټ رامني په کالراډو کې مخکې دی خو د دواړو امیدوارانو مقابله په فلوریډا کې برابر ده.
دا څلور واړه ریاستونه په سونگ سټیټس یا د ټال په رنگ ځنگیونکې گڼلی کیږي چرته چې دا لا نه ده معلومه چې څوک به گټي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG