لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا په 2022 کال کې په پاکستان کې د افغان کډوالو دپاره د 60 ملينه ډالرو مرستې ورکړي


په اسلام اباد کې د امریکې د سفارتخانې ترمخه امریکايي سفير ډونلډ بلوم د 40 کاله مودې پورې د افغان کډوالو په کوربه توب کولو د پاکستان مننه کړې ده

په پاکستان کې امريکايي سفير ویلي، امريکې د کال 2002 نه تراوسه پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د دوی کوربه ټولنو ته د انساني خواخوږۍ په بنياد د 273 ملينه ډالرو [چې نزدې 62 اربه روپۍ جوړيږي] مرستې ورکړي دي.

امریکايي سفیر وویل امریکې په تېر مالي کال 2022 کې په پاکستان کې د افغان کډوالو او د هغوی د کوربه ټولنو دپاره شپږ کروړه ډالره چې 13 اربه روپۍ جوړيږي مرستې ورکړي دی.

په اسلام اباد کې د امریکې د سفارتخانې ترمخه امریکايي سفير ډونلډ بلوم د 40 کاله مودې پورې د افغان کډوالو په کوربه توب کولو د پاکستان مننه کړې ده.

امریکا ويلي، په دغه امداد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د افغان کډوالو سره د کوربه ټولنو د ماشومانو په سکولونو کې داخلول، د صحت مرکزونه ښه کول، او د خوراک د کمي په لړ کې مرستې کولی شي.

ويل شوي د دې نه علاوه ياد امداد د کډوالو سره د کوربه ټولنو دپاره د روزګار برابرولو، اوبو او ډهانچې د ښه کولو سره د کرونا له امله د صحت او اقتصاد د ښه والي دپاره مرستندويه ګرځي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازې نوريکو يوشيدا په یادو مرستو د امریکا مننه کړې چې د دغه امداد له امله اداره د دې جوګه شوې چې تير کال د راغلو سېلابونو په مهال يې پاکستانۍ ټولنې او افغان وګړو ته په وخت مرستې رسولي دي.

هغې ویلي د امریکا په مرستو يو اېن اېچ سي ار د جينکو دپاره رسمي او غېر رسمي زده کړو يقيني کولو په روغتونونو کې د بېړنیو اړتياو سامانونه برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې [يونيسف] په پاکستان کې استازي عبدالله فاضل هم ويلي، د امریکايي مرستو له امله دغه اداره هم د افغان کډوالو او کوربه پاکستانۍ ابادۍ د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو په هڅو کې بوخت ده، د خوراکي کمي سره مخ ماشومانو د خیال ساتنې، او نوو زېږېدونکو ماشومانو او میاندو د ژوند ژغورنې او پاکو اوبو رسولو سره د نورو انتظاماتو په يقيني کولو کار کوي.

ويل شوي د کال 2022 په پېل کې د امريکې لخوا د انساني خواخوږۍ په بنياد ورکړی شوی امداد په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د افغان کډوالو او کوربه ابادۍ دپاره جوړو صحت په مرکزونو کې د ښه والي سرچينه ګرځي، او نورې مرستې يې هم کړي دي.

په پاکستان د افغان کډوالو چیف کمشنر سلیم خان هم د امريکا د مرستو مننه کړې ده.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر اته نيم لکه نور هغه کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي په ځانګړي ډول سيند صوبه او کراچۍ ښار کې ځورول کيږي نيول کيږي باوجود د دې چې ځينې پکې قانوني اسناد هم لري او بیرته افغانستان ته لېږل کيږي.

افغان استازي وايي د تير کال د جون د میاشتې راهسې دغه لړۍ سېوا شوې ده.

د سیند صوبې چارواکي وايي يواځې هغه افغانان او د نورو هيوادونو خلک نيسي چې په غېر قانونه توګه پاتې کيږي يا راځي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG