لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: امریکې دا تګلاره بحال کړه چې په فلسطیني علاقو اسرایلي ابادۍ "ناجایزه" دي


بلېنکن د ارجنټاین خارجه وزیرې ډاینا موندینو سره مشترکه خبري کانفرس ته وویل د امریکې د ډېموکرېټېک او د ريپبلېکن پارټیو په حکومتونو کې یو شان دا پالېسې وه چې نوی ابادکاري مستقل امن ته رسېدو لاره نېسي
بلېنکن د ارجنټاین خارجه وزیرې ډاینا موندینو سره مشترکه خبري کانفرس ته وویل د امریکې د ډېموکرېټېک او د ريپبلېکن پارټیو په حکومتونو کې یو شان دا پالېسې وه چې نوی ابادکاري مستقل امن ته رسېدو لاره نېسي

د صدر جوبایډن حکومت د جمعې په ورځ د امریکې پنځوس کاله زوړ دا دریځ بحال کړو چې په فلسطیني علاقو اسرایلي ابادۍ د نړیوال قانون د لاندې "ناجایزه" دي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل امریکا ګڼي چې اسرایلي ابادۍ د اسرایل د ذمه واريو سره سمون نه خوري.

د بلېنکن وېنا د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت خارجه وزیر مایک پامپېیو فېصله بېرته واخیستله.

بلېنکن دغه خبره د یو خبریال په دې اړه د پوښتنې په جواب کې وکړه چې اسرایل اعلان کړی چې د فلسطینيانو د حملې په جواب کې به اسرایل په وېسټ بېنک کې ۳۳۰۰ نوي کورونه جوړوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه دا نه دا واضحه چې بلېنکن د اسرایل د ابادکارۍ په اړه اعلان په دې موقع ولې کړی، چې په حکومت کې يې د دریو کالو نه زیات وخت تېر شوی دی.

د بلېنکن اعلان په داسې مهال هم شوی چې په غزه کې د جګړې په اړه د امریکې او اسرایل په تعلقاتو کې تناو راغلی، چې ممکنه ده نور به هم زیات شي‌ او د ملګرو ملتونو عدالت، انټرنېشنل کورټ اف جسټس، په فلسطیني علاقو د اسرایل د قبضې د قانونیت په اړه اورونه شروع کړې ده.

د بایډن حکومت چارواکي د بلېنکن اعلان د امریکې خپلې تګلارې نه بېرته تګ نه بلي بلکې وايي د پامپېیو فېصله په رسمي ډول نه وه اعلان شوي.

ای پي د دوو امریکايي چارواکو له قوله وویل د صدر بایډن وکیلان دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د اسرایلي ابادکارۍ په اړه د پامپېیو تعین صرف د هغه رای وه چې په قانوني توګه د نافذ کېدو ضرورت یې نه و.

د کال ۲۰۱۹ د نومبر په میاشت کې شوي د پامپېیو د اعلان که قانوني حېثیت څه هم و خو د جمعې په ورځ د بلېنکن تر خبرو پورې هم دغه د امریکې تګلاره منل کېده.

د ارجنټیان په سرښار بېونس ایرېس کې د خبرو په وخت بلېنکن وویل چې په وېسټ بېنک کې د اسرایل د نویو ابادیو په اعلان امریکا "مایوسه" شوې ده.

په وېسټ بېنک کې د نورو کورونو جوړولو د اسرایل د اعلان نه مخکې دریو مسلح فلسطینیانو د یهودیانو د ابادۍ سره نږدې په موټرو ډزو کې یوه اسرایلی ووژل شو او پینځه نور زخمیان شول.

بلېنکن د دغه حملې غندنه وکړه او ويې وېل چې امریکا په اسرایلي اباکارۍ کې د اضافې مخالفت کوي او دا خبره یې واضحه کړه چې امریکا به د پخواني صدر جمي کارټر د زمانې د دې قانوني نظر پابندي کوي اسرایلي ابادۍ د نړیوال قانون سره سمون نه خوري.

بلېنکن د ارجنټاین خارجه وزیرې ډاینا موندینو سره مشترکه خبري کانفرس ته وویل د امریکې د ډېموکرېټېک او د ريپبلېکن پارټیو په حکومتونو کې یو شان دا پالېسې وه چې نوی ابادکاري مستقل امن ته رسېدو لاره نېسي.

بلېنکن زیاته کړه چې اسرایلي ابادکارۍ د نړیوال قانون سره سمون نه خوري او په ابادکارۍ کې اضافه د اسرایل تحفظ مضبوطولو په ځای کمزوری کوي.

د تېرو څو لسیزو راهسې د اسرایلي ابادکارۍ په اړه د امریکې د تګلارې رهنمايي د هېنسېل مېمورېنډم یا هېنسېل یاداشت کوله چې په کال ۱۹۷۸ کې د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت قانوني مشیر هربرټ هېنسېل لیکلی و. د هغه موندنه وه چې اسرایلي ابادکاري ناجایزه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG