لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پېرس په معاهده کې بیا شمولیت اختیار کړو 


د سږ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت د سوګند پورته کولو په ورځ صدر بایډن په دفتر کې په لومړۍ ورځ یو شمېر حکمنامې لاس لیک کړې چې پکې د پېرس په معاهده کې د امریکې د بیا شمولیت حکمنامه هم شامله وه
د سږ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت د سوګند پورته کولو په ورځ صدر بایډن په دفتر کې په لومړۍ ورځ یو شمېر حکمنامې لاس لیک کړې چې پکې د پېرس په معاهده کې د امریکې د بیا شمولیت حکمنامه هم شامله وه

د چاپېریال د تحفظ دپاره د کال ۲۰۱۵ د "پېرس کلایمېټ اېګریمنټ" نومې نړیوالې معاهدې کې امریکې بیا شمولیت اختیار کړو او صدر جویابډن وویل موسمي بدلون د دنیا د بقا مسله پکار ده چې حل کړی شي.

صدر بایډن د جمعې په ورځ د برلن سکیورټي کانفرنس غونډې ته وویل که چېرې نړیوالې ټولنې په موسم کې د بدلون مخ نیوی ونکړی شو نو نتجه به یې دا وي چې"مونږ ټول به ځورول کېږوو.… مونږ ټول به ځورول کېږوو."

صدر بایډن د پېرس په لوظنامه کې د بیا شاملېدو اعلان وکړو او وې وېل دا ګام یې په دې خاطر اخیستی چې نړۍ د په موسم کې د بدلون د بدو اثراتو نه محفوظ کړي.

د جوبایډن پېش رو ډانلډ ټرمپ په پېرس معاهده کې د امریکې غړیتوب ختم کړی و.

د پېرس اېګریمنټ هدف د ګرین هاسو ګېسونو یا ماحول ته د زیان رسوونکو ګېسونو په پېدا کېدو کې کمی کول دي.

د وی او ای رپورټ وايي پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ دتېلو د صنعت حامي و او د توانايي د نورو زریعو پورې به یې خندا کوله. ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۷ کې د پېرس معاهدې نه د امریکې د وتلو اعلان وکړو. هغه په دغه موقع ویلي وو چې دغه ګام د امریکې په اقتصادي مفاد دپاره اخیستل شوی دی.

د کال ۲۰۱۵ د پېرس معاهدې ددنیا قریباً هر ملک دسختط کړې ده چې هدف یې د زیانمو ګېسو د پېداوار مخنیوی او په دې پېړۍ کې د دنیا د تودوخي په کچه اضافه تر دوو ډګرو یا ټکو پورې ساتل دي.

د سږ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت د سوګند پورته کولو په ورځ صدر بایډن په دفتر کې په لومړۍ ورځ یو شمېر حکمنامې لاس لیک کړې چې پکې د پېرس په معاهده کې د امریکې د بیا شمولیت حکمنامه هم شامله وه.

د ملګرو ملتونو مشر اېټونیوګوټېرېس په پېرس معاهده کې د امریکې د بیا شمولیت هرکلی وکړو او په لړ کې د انټرنېټ دلارې په یوه خصوصي دستوره کې هغه وویل دا د امید ورځ او د دنیا او د امریکې دپاره زېری دی.

صدر بایډن ژمنه کړې ده چې د ۲۰۵۰ پورې به د امریکې اقتصاد سل په سله په صفا توانای چلېږي او د زیانمن ګېس پېدا کېدو کچه به صفر ته ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG