لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د مذهبي ازادۍ کلنی رپورټ په پاکستان، افغانستان او چين بندېزونه غواړي


رپورټ وايي په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ حالت د تېر په څېر خراب روان دی او مذهبي لږکۍ ډلې په نخښه کيږي
رپورټ وايي په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ حالت د تېر په څېر خراب روان دی او مذهبي لږکۍ ډلې په نخښه کيږي

د امريکا کمېشن ان انټرنيشنل ريليجس فريډم د کال 2022رپورټ سپارښتنه کړې چې د امريکا حکومت دې د يو شمېر نورو هېوادونو سره سره په پاکستان، افغانستان او چين بندېزونه ولګوي ځکه په دغه هېوادونو کې د مذهب په سر کرکه او د بشري حقونو نه سرغړونه راوانه ده.

پاکستان

رپورټ وايي په پاکستان کې د مذهبي ازادۍ حالت د تېر په څېر خراب روان دی او مذهبي لږکۍ ډلې په نخښه کيږي. د مذهب د سپکاوي د قانون په ترڅ کې لا خو د نورو عقيدو منونکي وژل کيږي او لا په جيلونو کې اچول کيږي.

د مذهب د سپکاوي تور تر ډېره په اقليتونو لګول کيږي او شيعه مسلمانان او غير مسلمه ګرځول شوې احمديه ډله په خصوصي توګه هدف کيږي. د خلکو د خپلې خوښې انصاف روان دی او د ګډ تشدد پېښې روانې دي.

خلک په ولسي ځايونو کې بې عدالته وژل کيږي، د ښځو او جينکو سره جنسي تېري روان دي، غير مسلمه په زور اسلام ته اړول کيږي او د لږکيو ډلو مذهبي ځايونه او مقبرې بې حرمته کيږي.

رپورټ وايي د نوي حکومت وزير اعظم شهباز شريف هم پخوانی وزير اعظم عمران خان د مذهب د سپکاوي په تور تورن کړی او د مذهب نه د وسلې کار اخلي.

د سند صوبې په ګوټکي سيمه کې د يو پرايويټ سکول استاذ او مالک نوتن لال چې هندو مذهبه دی د مذهب د سپکاوي په تور ورته عمر قيد سزا ورکړل شوې. په نوتن لال يو زده کونکي تور لګولی و چې هغه درې کاله وړاندې د پيغمبر اسلام سپکاوی کړی و.

رپورټ سپارښتنه کړې چې د مذهب د سپکاوي په تور نيولي شوي تنان دې ازاد کړل شي، د مذهب د توهين قانون دې ختم کړل شي، د ملک په ذمه وارو ادارو دې بندېزونه ولګي او پاکستان دې يو ځل بيا د بندېزونو لاندې راوستل شي.

افغانستان

د طالبانو د کال 2021 د واک اخستلو وروستو د طالبانو د لاسه په عام ولس په عمومي توګه او په مذهبي لږکيو ډلو زور زياتی په دوامداره توګه روان دی.

رپورټ وايي طالبانو چې د واک اخستلو نه وړاندې کومې ژمنې کړې وې د هغې نه ټول په ټوله په شا شوي او د کال 1996 د لسيزې خپلې وړومبۍ دورې ته بيرته تلي چې هم هغه سخت دريځه پاليسيانې يې بيرته تازه کړې دي.

طالبان د داعش د بريدونو نه هزاراګان او عام ولس نه شي ساتلی، جينکۍ نزدې دوه کاله وشو د تعليم نه محرومه دي، ښځې کار ته نه پرېږدي او د ښځو په ازاد سفر کولو بندېز دی.

رپورټ سپارښتنه کوي افغانستان دې بيرته د خصوصي تشويش وړ ملک وګرځول شي او د طالبانو په مشرانو دې خصوصي بندېزونه ولګول شي.

چين

د رپورټ تر مخه د مذهب د ازادۍ په حواله په چين کې حالات نور هم خراب شوي او سېنسېټاېزيشن اف رېلېجن پاليسي په سختۍ سره عملي کيږي. د مذهبي لږکيو ډلو نه حکومت د حکمران ګوند د چاينيز کميونسټ پارټي ملاتړ غوښتلی او په ويغور او نورو مسلمانانو ډلو، د تبت په بودهايانو، پټو کيتهولېک عسيانو او په هاوس چرچ پروټېسټنټس بندېزونه او سختي ډېره ځکه ده چين مني د دې خلکو د بهر نړۍ سره رابطې دي.

په سينکيانګ کې هم هغه رنګ د مذهبي ازادۍ نيشتوالی دی، د فلانګانګ غړي او د چرچ اف المايټي ګاډ منونکي د مشکل سره مخ دي. په چين يې هم بيا د بندېزونو لګولو سپارښتنه کړې.

د يادو هېوادونو غبرګون لا دې رپورټ ته ميډيا ته نه دی ورکړل شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG