لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي اداره: نورو ملکونو ته د چین قرضې په رازدارۍ کې پټې دي


د سي پېک اتارټي غونډه
د سي پېک اتارټي غونډه

د څېړنې یوې امریکايي ادارې ویلي چین د تېرو څو لسیزو راهسې د کم او منځني امدن ملکونو ته قرضونه ورکوي خو د چین د قرضونو ورکولو هلې ځلې په "رازداۍ" کې پټې دي او پاکستان ته د سي پېک منصوبي د لاندى د چین د پېسو لويه برخه د ګرانټس يا د مرستو په ځاى کمرشل يا کاروباري قرضي دي چې د سود شرح يې زیاته وي.

د امريکې انټرنيشنل ډيولپمنټ ريسرچ ليب په رپورټ کې وېل شوي چین په نړیواله کچه هر کال د 85 ارب ډالرو مالیت پنګونه کوي چې د امریکې او د نورو قوتونو نه زیاتې پېسې دي.

ادارې د بيجنګ نړيوال پرمختيه پروګرام په اړه ویلي چې د سي پيک د لاندې د چينى پورونه د توانايي او ټرانسپورټ په څانګو ب کې برخه پرله پسې 90 او 83 فیصدي ده

چين د کال 2000 نه 2017 ترمنځ پاکستان ته د ترقیاتي کارونو دپاره د 37 بلينه ډالرو ورکولو ژمنه کړې وه او دا وخت په پاکستان کې د 27 بلين ډالرو ماليت يو اووايا پروژې لري.

د سي پېک منصوبه د پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې په 2016 شروع شوي وه
د سي پېک منصوبه د پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې په 2016 شروع شوي وه

امریکايي چارواکو د سي پېک دلاندې پاکستان ته د چین د قرضونو د شفافیت په اړه تحفظات څرګند کړي او ویلي یې دي چې د دې قرضونو په نتیجه کې به په پاکستان د چین د قرضونو بار زیات شي.

بلخوا، د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلى چې د کرونا وبا دلاسه سي پېک منصوبه متاثره شوي وه خو اوس يو ځل بيا په دى کار تيز شوی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې مټیاري نه لاهور ته د 600 کلوواټ ټرانسمېشن یا د بجلۍ تار د پرانېستې په موقع عمران خان وویل د سى پيک مشترکه رابطه کميټۍ يا جې سى سى په غونډه کې دريو موضوعاتو ته اهمیت ورکول کېږي چې پکې جنريشن يا د بجلۍ پېاوار، سړکونه او ټرانسمېشن يا د بجلۍ د ترسیل نظام شامل دی.

د عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونه د سى پيک پروژې په اړه د موجوده حکومت په تګـلاره سختې نيوکې کوي او وايي د حکومت د غلطو تګلارو له امله په دې مهمه پروژه کار په ټپو ولاړ دی.

دوي وايی د موجوده حکومت غير سنجيده ګامونو او رويو له وجې چین خفه لیدل کېږي او د عمران خان حکومت به موجود چيني وګړو ته تحفظ ورکولو ناکام شوی دی.

په اقتصادى او مالياتى چارو نظر لرونکې خبريال ذيشان حيدر وايي باؽد چى غربي نړۍ او امريکا د سى پيک مخالفت کوی او غواړي چې پاکستان چین يو بل ته نيږدې نشى.

وى او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل چین د داسو ډيم په منصوبه د ترهګرۍ په پيښه سخت عکس العمل ښکاره کړی او د پاکستان نه یې غوښتنه کړې چى د چينى وګړو تحفظ او امنیت دي یقیني کړي.

ذيشان حيدر اوؽيل چى وس د افغانستان حوالې سره چى کوه صورتحال راوړاندى شوې دې نو دى کښ طالبانو هم سى پيک کښ دلچسپى ښکاره کړې ده چى لا وجى ؽي د دى پروژې مهموالې نور هم سيوا شوې دې٠

ذيشان حيدر وویل سى پيک د پاکستان د پاره يوه چيلنجنګ منصوبه ده ځکه چې د پاکستان مخالفه هيوادونه په دى کلک نظر لري او د جيو سټراټجيکى مقام لا وجى دى کې ډیر خطر شته

مطبوعات وايي چین او پاکستان یو بل ته وروڼه هېوادونه وايي خو د عمران خان په حکومت کې د دواړو ملکونو ترمنځ تعلقات ساړه شوي دي.

فاینېنشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې په پاکستان کې په چینايي شهریانو د پاکستاني طالبانو د پرله پسې حملو په نتیجه کې د سي پېک رفتا ورو شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG