لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د مېلینونو ډالرو غلا شوي د ګندهارا تهذیب پخواني اثار پاکستان ته بېرته ورکړل 


کوم اثار قدیمه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان ته بېرته ورکړی شول پکې د ګندهارا د تهذیب د بدها مجسمه او د مهرګړ ګوډۍ شاملې دي چې تر 5500 کلونو پورې زاړه شیان دي
کوم اثار قدیمه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان ته بېرته ورکړی شول پکې د ګندهارا د تهذیب د بدها مجسمه او د مهرګړ ګوډۍ شاملې دي چې تر 5500 کلونو پورې زاړه شیان دي

د امریکې حکومت د اثار قدیمه 192شیان چې په مجموعي توګه 3.4 مېلین ډالر مالیت لري پاکستان ته بېرته ورکړي دي.

امریکايي چارواکو دغه اثار د هنري شیانو د یو هندي امریکايي تاجر او د جرمونو په ضد د تحقیقاتو وروسته ترلاسه کړي دي.

د نیویارک ښار د مېنهېټن برخې ډسټرکټ اټارني جنرل یا د ضلعې د حکومتي وکیل دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه وویل چې 187 اثار قدیمه د سبهاش کپور نه ترلاسه شوي دي. کپور د پخوانيو اثارو د دنیا په لویو قاچاقبرانو کې شامل بلل شوی دی.

د مېنهېټن د ډسټرکټ اټارني جنرل بیان وايي کپور او د هغه ملګرو به سمګل شوي پخواني اثار په مېنهېټن کې د هغه په "ارټ اف دي پاسټ" یا د ماضي هنر نومې ګېلرۍ کې خرڅول.

په بیان کې د مېنهېټن ډسټرکټ اټارني اېلوېن برېګ له قوله وېل شوي چې د کپور او د هغه سره سازش کې د شاملو کسانو احتساب به کولی شي ځکه چې دغه ثقافتي او تاریخي اثارو ته هېڅ قسم اهمیت نه دی ورکړی.

د بیان ترمخه کپور او د هغه سره په سازش کې شریک په هندوستان کې مېشته پنېځه نور کسان د 2012 راهسې د پخواني اثارو د سمګلنګ په لړ کې په هندوستان کې قید دي.

تېره هفته د هندوستان یو خصوصي عدالت دغه شپږ واړو کسانو ته سزاګانې ورکړې.

د مېنهېټن ډسټرکټ اټارني دفتر په بیان کې وویل چې کپور ته 13 کاله د قید او د جرمانې سزا په دې جرم ورکړی شوه چې غلا شوي شیان به یې اخیستل، د غلا شویو شیانو تجارت به یې کولو او سازش یې کولو.

د مېنهېټن ډسټرکټ اټارني اېلوېن برېګ
د مېنهېټن ډسټرکټ اټارني اېلوېن برېګ

د بیان ترمخه د مېنهېټن ډسټرکټ اټارني غواړي چې کپور امریکې ته حواله کړی شي چې په امریکا کې هم د عدالتي اقداماتو سره مخامخ کړی شي.

پاکستان ته د اثار قدیمه د بېرته ورکولو دستوره په نیویارک کې د پاکستان په کونسلخانه کې وشوه او په دې موقع د امریکې د هوم لېنډ سیکورټي انوېسټیګېشنز سپېشل اېجنټ اېټ لارج تامس اېکوسېلا او د پاکستان کونسل جنرل عایشه علي هم موجود وو.

پاکستان ته د اثار قدیمه بېرته ورکولو په لړ کې عایشه علي د امریکايي چارواکو ستاینه وکړه او ویې وېل په تېرو دوو کلونو کې امریکې پاکستان ته 237 اثار قدیمه ورکړي دي چې پکې 45 شیان په پاکستان کې د ګندهارا تهذیب شیان دي.

کوم اثار قدیمه چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان ته بېرته ورکړی شول پکې د ګندهارا د تهذیب د بدها مجسمه او د مهرګړ ګوډۍ شاملې دي چې تر 5500 کلونو پورې زاړه شیان دي.

په پېښور کې د اثار قدیمه د څانګې څېړونکي بخت محمد وي او ای ته وویل د کندهارا د بدها د زمانې دغه اثار یوناني او مقامي اثرات لري.

بخت محمد وویل زیاتره پخواني شیان د کشان خاندان د دور دي چې د عیساعیت د زمانې په لومړو دریو سوو کلونو کې يې په شمالي برصغیر، افغانستان او د مرکزي اېشیا په ځینو برخو حکومت کړی دی.

پاکستان ته بېرته ورکړی شوي اثار په پاکستان کې موندل شوي وو خو نیویارک ته سمګل کړی شوو او د کپور اېجنټانو پټ ساتلي وو چې امریکايي مامورینو ونیول.

ماهرین اثار قدیمه د مهرګړ اثار په 1974 کې دریافت کړل او بیا د لوټ مار ښکار شول.

د مېنهېټن ډسټرکټ اټارني بیان کې وویل پاکستان ته ورکړی شوو اثار قدیمه کې د انسان دلاس تراش شوي انساني مجمسې دي چې د انساني تهذیت د انتهايي لومړيو وختونو کې شاملې دي او ممکنه ده چې عبادت دپاره استعمالېدلې.

د بیان ترمخه د 2500 نه زیات داسې اثار قدیمه یې ترلاسه کړي چې کپور او د هغه ملګرو د 2011 او د 2022 ترمنځ د مختلفو ملکونو نه سمګل یا قاچاق کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG