لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په ورجینیا ریاست کې په سلگونو مسلح کسان د وسلو د نوي قانون خلاف مظاهره کوي


په رېچمنډ کې د مظآهرې گډون وال
په رېچمنډ کې د مظآهرې گډون وال

د امریکې د ورجینیا ریاست په مرکزي ښار رېچمنډ کې د گل، دوشنبې، په ورځ د زرگونو په شمېره کې مسلح کسان د وسلو په اړه د جوړېدونکي قانون خلاف مظاهره پېل کړې ده.

د وائس اف امریکا د راپور ترمخه مظاهر چیانو کې گڼ شمېر کسان درنې وسلې لري او ځینې نور کسان د وسلو ساتلو په حق کې نعرې پورته کوي.

د ورجینیا گورنر رېلف نارتم د تشدد د مخنیوي دپاره په عارضي توگه بېړنی حالت پرځای کړی دی او امنیتي گامونه سخت کړی شوي دي.

د ریاست قانون ساز اسمبلۍ ودانۍ ته تلونکې لارې تړل شوي دي او ځای پرځای پرلیس پرځای دی. په اسمان کې د امنیتي ادارو هېلې کاپټرو هم پروازونه کول.

وېل کېږي چې احتجاج کوونکي به د سپین پوستکو ملېشې مسلح غړي هم شامل وي.

احتجاج کونکو نعرې وهلې چې ټوپکې ژوندونه بچ کوي او وېل یې چې "کم اېنډ ټېک مايي گنز" یعنې په تنزیه انداز کې یې وېل چې راشمه "زما نه ټوپک واخله."

مطبوعاتي رپورټونه وايي د احتجاج منتظمین گڼي چې تر ٥٠٠٠٠ پورې کسان به په مظاهره کې شرکت وکړي.

د ورجینیا ریاست په قانون ساز اسمبلۍ کې د ډیموکرېټک گوند اکثریت دی او غواړي چې د خلکو د وسلو ترلاسه کولو دپاره قانون نور هم سخت کړي. هغه خلک د ائین د دویمې مادې دلاندې وسله لرل خپل بنیادي حق گڼي په دې لړ کې د مجوزه قانون سازۍ مخالفت کوي چې اکثر پکې د واک من ریپبلېکن پارټۍ پلویان دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ورجینیا ریاست سېنټ یا د قانون ساز اسمبلۍ ایوان بالا یو قانون منظور کړو چې ترمخه به یې د وسلې خریدارانو پس منظر کتل کېږي او په یوه میاشت کې به څوک د یوې تماچې نه زیاتې نشي اخیستلی. ریاستي سېنټ دا قانون هم منظور کړو ځايي حکومتونه په عامو ودانیو او د گڼي گوڼې په نورو ځایونو کې په وسلې پابندۍ د لگولو اختیار لرلی شي.

نیو نازي ملېشې او د وسلې په حق کې نورو ډلو د گل، دوشنبې، د ورځې احتجاج انتظام کړی دی. دغه غونډه د ورجینیا سېټزنز ډېفنس لیگ نومې تنظیم هرکال کوي.

په رېچمنډ کې کېدونکی احتجاج په کال ٢٠١٧ کې د هغه جلوس یاد تازه کوي چې د رېچمنډ سره نژدې په شارلټسوېل ښار کې شوی و او یو سپېن پوستکي قام پرسته تن پکې د دوی په ضد مظاهره کونکو خپل موټر ورخېږولی و، په نتیجه کې یې یوه مېرمن مړه شوي وه او ٣٠ نور کسان زخمیان شوي وو.

په داسې مهال چې په احتجاج کې د زرگونو په شمېره کې دخلکو د شرکت امکان څرگندېږي او د تشدد خطر هم شته، د ورجینیا گورنر رېلف نارتم عارضي بېړنی حال پرځای کړی دی او د رېچمنډ کېپېټل سکوېئر نومې برخې ته د وسلې په وړلو پابندي لگول شوي ده چې دا ډول "د ملېشې مسلح ډلې په کېپیټل (قانون اسمبلۍ په ودانۍ) یرغل وه نکړي."

د وسلې دفاع کونکو ډلو د عارضي پابندۍ خلاف د ورجینیا سپریم کورټ ته خواست کړی و خو عدالت د جمعې په ورځ دغه خواست رد کړو.

د ریاست گورنر رېلف نارتم وویل داسې رپورټونه ترلاسه شوي دي چې په مظاهره کې تشدد کېدلی شي او د ریاست د اسمبلۍ دپاره مسلح ډرون پرځای کیدلی شي.

سخت دریځه گوندونو په سوشل میډیا او انټرنېټ د تشدد پېغامونه خپاره کړي دي.

اېف بي ايي د یو سپین پوستکي ډلې شپږ مشکوک غړي گرفتار کړي دي په دې شک کې چې دوی په مظاهره کې د تشدد راپارولو سازش کړی و.

توقع کېږي چې د ورجینیا سېنټ او ایوان زېرین د وسلو په اړه نور سخت قوانین منظور کړي چې پکې په حملو کې استعمالېدونکو ټوپکو باندې پابندي او هغه خلک هم د وسلو اخیستلو نه منع کول دي چې د خپلو ټولنو دپاره خطر گڼل کېږي.

داسې ښکاري چې صدر ډانلډ ټرمپ د ټوپکو حمایت کونکو پره کوي او د جمعې په ورځ یې په یو ټویټ کې لیکلي وو چې کله "تاسو ډیموکرېټس منتخب کوي نو داسې کېږي، دوی به تاسو نه ستاسو ټوپکې اخلي."

د وسلو په اړه د سختو قوانینو پلویان وايي د دې په نتیجه کې به د ټوپکو دلاسه هرکال د خلکو وژنه کمه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG