لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکي په پخواني صدر رانلډ رېګن قاتلانه حمله کوونکی تن ازاد کړی شو


رېګڼ په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد خلاف جنګ کې ښکیل د هغه وخت "مجاهدینو" د ملاتړي څېر یادېږي
رېګڼ په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد خلاف جنګ کې ښکیل د هغه وخت "مجاهدینو" د ملاتړي څېر یادېږي

د امریکې په پخواني صدر رانلډ رېګن حمله کوونکی تن د یو جج په امر ازاد کړی شو. رېګڼ په افغانستان کې د پخواني شوري اتحاد خلاف جنګ کې ښکیل د هغه وخت "مجاهدینو" د ملاتړي په څېر یادېږي.

د کال 1982 د مارچ د میاشت په 10 نېټه رېګن یوه حکمنامه لاس لیک کړه او د مارچ د میاشت 21 نېټه یې "د افغانستان ډی" یا د افغانستان ورځ وټاکله.

د رانلډ رېګن لایبرېري اېڼد میوزیم دوېب پاڼې ترمخه د افغانانو مېړانه د ستایلو او په افغانستان د "شوروي یرغل" د غندنې دپاره صدر ېګن د افغانستان ورځ وټاکله.

په 1981 کې د امریکې سرښار واشنګټن ډي سي د یو هوټل نه بهر حمله کې رېګن او درې نور کسان زخمیان شوي.
د حملې په لړ کې نیول شوي تن جان هېنکلي د خپلې ازادۍ په اړه وویل هغه د 41 کلونو، دوو میاشتو او 15 ورځو وروسته ازاد شو.

د 1986 د جون د میاشت په 16 نیټه صدر رېګن په وایټ هاوس کې د شوري اتحاد په ضد جنګ کې ښکیل د مزاحمتی اتحاد ترجمان برهان الدین رباني سره ويني
د 1986 د جون د میاشت په 16 نیټه صدر رېګن په وایټ هاوس کې د شوري اتحاد په ضد جنګ کې ښکیل د مزاحمتی اتحاد ترجمان برهان الدین رباني سره ويني

هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل "بالاخر ازادي."

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په کال 1982 کې عدالتي شورا یا ګرېڼډ جیوري جان هېنکلي د ذهني ناروغۍ په سبب بې قصوره وبللو چې په نتیجه کې يې کانګرس او د امریکې ځینو ریاستونو داسې قوانین منظور کړل چې یو ملزم به خپلې دفاع دپاره د ذهني ناروغۍ عضر نشي وړاندې کولی.

هېنکلي د واشنګټن د یو هسپتال د نفسیاتي ناروغانو په وارډ کې د 30 کلونو پورې پروت و خو په کال 2016 کې عدالت هغه د ځینو شرطونو ترڅنګ ازاد کړو.

د په ورجینیا ریاست کې خپلې مور سره وسېدو خو تېر کال یې مور وفات شوه.

د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې یو عدالت د هېنکلي په اړه فېصله کط وویل چې هغه په ذهني توګه برابر دی، د خپلې مشروطې ازادۍ ټول شرطونه یعنې د سفر بندیزونو او د انټرنېټ په استعمال قدغنونو پابندي یې کړې ده نو ځکه دې په مکمله توګه ازاد کړی شي.

د رویټرز رپوټ وايي هغو ډاکټرانو چې د هېنکلي معاینه یې کړې وه عدالت ته یې وویل دا امکان ډیر کم دی چې هېنکلي به تشدد وکړي. حکومتي وکیلان د ډاکټرانو سره موافق وو.

جان هېنکلي
جان هېنکلي

خو د رېګن لور پېټي ډېوېس د هېنکلي د ازادولو مخالفت وکړو او ويې هېنکلي خود پسند دی او په خپلو کړو یې پښېماني هم نه ده څرګنده کړې.

په رېګن حمله کې د هغه ترجمان جېم برېډي په مسقتل ډول معزوره شوی و. په 2014 کې د برېډ‌لي د مرګ وروسته د طبي ماهر د هغه مرګ قتل و بللو.

هېنکلي سندرې لیکلي او په انټرنېټ به یې خپرولې. دا میاشت د نیویارک په یو هوټل کې د هغه کانسرټ کېدلو خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ منسو کړی شو. هوټل وویل د کانسرټ په لړ کې ورته دړکې شوي وې.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې او د رانلډ رېګن لایبرېري اېڼد میوزیم د وېب پاڼې ته اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG