لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د یوکرېن د کړکېچ په اړه به صدر بایډن د صدر پوټن سره خبرې کوي


د انټرنېټ دلارې دغه ملاقات کې به د یوکرېن په سرحد د روس په زیاتېدونکو پوځي هلو ځلو خبرې کېږي

د امریکا صدر جوبایډن به د روس صدر ولادېمېر پوټن سره د یوکرین د شخړې په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ خبرې کوي.

د انټرنېټ دلارې دغه ملاقات کې به د یوکرېن په سرحد د روس په زیاتېدونکو پوځي هلو ځلو خبرې کېږي.

په دې انټرنېټي غونډه کې به د صدر بایډن د صدر پوټن سره په یوشمېر سفارتي اړخونو خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو ترمنځه د تاو تریخوالي د راکمولو دا کوښښ په داسې حال کې کېږي چې امریکې خبرداری کړی که چېرې روس د خپل وړوکي ګاونډي یوکرېن په ضد یرغل وکړلو نو بندېزونه به پرې ولګوي. یوکرېن د شوروي اتحاد په وخت د روس برخه وه.

د بایډن انتظامیه وايي چې روس د یوکرېن د حکومت په ضد په لویه کچه د غلطوخبرونو انټرنېټي کمپائن پېل کړی دی چې په کال 2014 کې په کرایمیا د قبضې غوندې حالات جوړوي.

د امریکا استخباراتي ادارو تېره اوونۍ داسې دستاویزات جاري کړي دي چې ښايي د روس صدر منصوبه لري د یوکرېن سرحد ته د راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې د قبضې لپارهتر 175000 پورې عسکر ولېږي .

تېره اوونۍ صدر بایډن ویلي وو د یوکرېن د تحفظ پلان لري او که چېرې روس د یوکرېن د قبضه کولو لپاره څه پرمختیا وکړه نو ډېر زیات مشکلات به ورته جوړ کړي.

د واېس اف امریکا د رپورټ ترمخه روس به هغه غوښتنه تکرار کړي چې یوکرېن د امریکا او د غربي نړی د اوویا کلن اتحاد نېټو برخه جوړه نشي خو په ممکنه توګه به صدر بایډن دا غوښتنه رد کړي.

ویلي شوي که روس د یوکرېن په مسله کلک شي نو صدر بایډن به روس د نړیوالې مالیاتي لوظنامې (سویفټ) نه د لرې کولو ګواښ ورکړي.

امریکا یوکرېن ته لویه پوځي مرسته ورکړی خو انتظامي چارواکو ویلي دي د روسي مداخلت په ضد به خپل پوځونه یوکرېن ته نه استوي.

صدر بایډن د تېر ستمبر په میاشت کې د یوکرېن صدر په وایټ هاوس کې مېلمه کړی وو او ورته یې باور ورکړی وو چې امریکا به د یوکرېن سره خپلې هغه ژمنې پوره کړي که چرې روس د یوکرېن د سلامتیا خلاف ورزي وکړي.

د یوکرېن صدر ولاديمیر ویلنسکي د ګل دوشنبې په ورځ شرقي سرحد ډونسک سیمې ته سفر وکړو او د خپلو پوځیانو سره یې لیدلي وو. په دغه موقع صدر ویلېنسکي وویل چې د روس د یرغل په صورت کې یې ځواکونه دفاع ته چمتو دي.

XS
SM
MD
LG