لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او روسیې د قیدیانو تبادله کړې


د امریکې صدر جوبایډن او د روسې صدر ولادیمیر پوتین
د امریکې صدر جوبایډن او د روسې صدر ولادیمیر پوتین

په داسې حال کې چې په اوکراین د روس د یرغل په سر د امریکا او روس د یو بل سره سخت اختلافات لري، دواړو ملکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ يو بل سره د قیدیاتو تبادله کړې ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه روس د امریکايي ځواکونو د مېرین څانګې پخوانی عسکر ټرېور رییډ ازاد کړو او د دې په بدل کې امریکې روسي شهري کونسټېنټین یوروشېنکو د قید نه ازاد کړو.

رییډ په 2019 په روس کې نیول شوی او نهه کال د قیدا سزا ورکړی شوي وه. د روسي مامورینو په وېنا رییډ د شرابو په نشته کې په پولیس حمله کړې وه.

د رييډ د کورنۍ دریځ و چې هغه بې ګناه دی.

روسي شهري یوروشېنکو چې پایلټ دی په 2010 کې په لایبیریا کې نیول شوی و او امریکې ته د کوکېن قاچاق کولو الزام پې لګول شوی و.

په لایبیریا کې د نیول کېدو وروسته یوروشېنکو امریکې ته وسپارل شو او 20 کاله د قید سزا ورکړی شوه.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم د امریکې او روس ترمنځ د قیدیاتو تبادله یو غیر معمولي ګام و خو د یو امریکايي چارواکي ترمخه په دې لړ د دواړو ملکونو خبرې اترې هم تر دې موضوع پورې محدودې وې او په نورو موضوعاتو څه سفارتي مذاکرات نه دي شوي.

امریکايي چارواکي وویل د رييد ازادۍ په اوکراین کې د روس د تشدد په اړه د امریکې په دریځ کې څه بدلون نه دی کړی.

د وي او ای رپورټ وايي امريکايي چارواکو دا نه دي ویلي چې د امریکا او روس د قیدیانو تبادله کوم ځای وشوه خو په مطبوعاتي رپورټونو کې وېل شوي وو چې د روس د امنیت د وفاقي ادارې یو جهاز د ترکي سرښار انقرې ته تللی و. د دې وروسته د جیلخانو په اړه د امریکې د حکومت ادارې یو اېس بیورو اف پرېزنز په وېب پاڼه رییډ د قیدیانو په فهرست کې نه و.

په واشنګټن او مسکو کې د قیدیانو د اعلان وروسته د امریکې صدر جوبایډن په یو بیان کې وویل خوشحاله و چې د رییډ د کورنۍ سره یې د هغه د ازادۍ خبر شریک کړو.

صدر بایډن وویل د رییډ ازادي د هغه د حکومت دا ژمنه څرګندوي چې د ملک نه بهر یرغمل شوي او یا په ناسمه ډول قید امریکایان هېواد او د خپلو مینه والو منګولو ته ستانه کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه دوه نور امریکایان اوس هم د روس په زندان کې دي.

رپورټ وايي امریکايي مامورین نورو ملکونو سره د قیدیانو تبادلې ته په ښه نظر کتنه نه کوي او ګڼي چې دا به د دې خبرې حوصله افزايي وکړي چې په امریکا کې د جرمونو په سر د قید خلکو د ازادۍ دپاره په نورو ملکونو کې امریکایان ونیول شي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG