لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس وايي د صدر ټرمپ د قامي سلامتیه تگلاره په استعماریت ولاړه ده


د کریملن ترجمان دمتري پیسکو
د کریملن ترجمان دمتري پیسکو

روس ویلي د قامي سلامتیه دپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تگلاره د استعماریت په بنیاد ولاړه ده او دا خبره د منلو نه انکار کوي چې په نړۍ کې گڼ شمیر نور قوتونه هم موجود دي.

د نهی، سه شنبې، په ورځ په ماسکو کې د کریملن ترجمان دمتري پیسکو وویل ماسکو د صدر ټرمپ ددې خبرې سره اتفاق نه لري چې روس د امریکې سلامتیه ته خطر راولاړوي خو هغه زیاته کړه چې روس سره د همکارۍ د صدر ټرمپ وینا غوره خبره ده.

د امریکې د قامي سلامتیه دپاره صدر ټرمپ د خپل حکومت تگلاره د گل، دوشنبې، په ورځ اعلان کړه. خپل تقریر کې صدر ټرمپ د روس او د چین په اړه د خپل تشویش څرگندونه وکړه او وې ویل دواړه هیوادونه "د امریکې اقدارو، نفوذ او مالي شته منیو" ته مشکلات راولاړوي.

صدر ټرمپ وویل امریکا به پشا کیږي نا. "که زمونږ خوښه ده او که نا، مونږ د مقابلې په نوي دور کې ښکیل شوي یو،" صدر ډانلډ ټرمپ وویل. "مونږ دا اعلان کوو چې امریکا به مقابله کوي او امریکا به یې گټي."

د چین خارجه وزارت وویل امریکې ته پکار دي چې د سوړ جنگ ذهنیت دلاسه ورکړي او قصداً دې د چین د ارادو غلطه ترجماني نه کوي.

د هیواد د قامي سلامتیه د نوي تگلارې په اړه د امریکې د حکومت چارواکو ویلي ددې هدف د امریکې مفاداتو تحفظ کول دي چې په موجوده وخت کې ورته گڼ شمیر مشکلات راپورته شوي دي.

په خپله ونیا کې صدر ټرمپ د امریکې په پخواني صدرانو نیوکې وکړې او وې یې ویل دوي د امریکې اینده د نظر نه غورځولی و او د امریکې په عظمت کې خپل ایمان بیللی و. "دوي په لرې پرتو پایه تختونو کې سرکاري افسرانو ته زمونږ خپلواکي تسلیم کړي وه."

صدر ټرمپ د ایران سره د ایټمي معاهدې غندنه تکرار کړه. په کال ٢٠١٥ کې د ایران او د امریکې په شمول د شپږو نړي والو قوتونو ترمنځ دغه معاهده د پخواني صدر براک اوباما په حکومت کې لاس شوي وه او صدر ټرمپ یې مستقل مخالفت پاتې شوی دی.

د صدر اوباما د حکومت دریځ و چې معاهده د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیسي. خو صدر ټرمپ دغه خبره ردوي.

د گل، دوشنبې، په ورځ خپله وینا کې صدر ټرمپ وویل ایران به نه پریږدي چې ایټمي وسله ترلاسه کړی شي.

صدر ټرمپ وویل د هغه د حکومت د تگلارې په نتیجه کې په منځني ختیځ کې کامیابۍ ترلاسه شوي دي او داعش وسله والې ډلې ته ماتی ورکړی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG