لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ منلي چې روس د امریکې په انتخاباتو کې لاس وهنه کړې ده


صدر ډانلډ ټرمپ او د روس صدر ولادمیر پوټن
صدر ډانلډ ټرمپ او د روس صدر ولادمیر پوټن

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د امریکا د استخباراتي ټولنې دا خبره منلي ده چې روس د کال ٢٠١٦ د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې ده.

یوه ورځ وړاندې د روس صدر ولادمیر پوټن سره گډ خبري غونډې په وخت صدر ټرمپ ویلي وو چې د روس ورته یقین ورکړو چې ماسکو د امریکې په ووټونو کې مداخلت نه دی کړی.

په امریکا کې یو شمیر سیاسي مشرانو د صدر ټرمپ په بیان سخت تنقید کړی و.

د صدر ټرمپ په وینا پورا خبره یې نه وه کړې. " پورا جمله پکار ده چې داسې وی، زه نه گورم چې ولې به روس داسې نه وو کړي."

صدر دا وضاحت په داسې صورت کې کړی دی چې یوه ورځ وړاندې یې ویلي وو د صدر ولادمیر پوټن په دې بیان باور لري چې روس د کال ٢٠١٦ د امریکې په صدارتي ټولټاکنو کې مداخله نه ده کړې. "هغه(پوټن) وايي دا کار روس ندی کړی، زه به دا ووایم چې ماته هیڅ داسې دلیل په نظر نه راځي چې د دې پرشا به دوي(روس) وي".

د صدر ټرمپ امریکني استخباراتي ادارو رپوټونو سره تضاد ریپبلکن مشرتابه په دې مجبوره کړې چې روس له بیا داسې د نه کولو گواښ ورکړي.

د امریکا په سېنټ کې د اکثریتي ریپبلکن گوند مشر ښاغلې مچ مکونل وايي روس په دې پوهول پکار دي چې دا رقم عزائمو نه منې شي.
" زه فکر کوم چې روسیان پکار ده چې په دې پوهه شي چې مونږ کې ډیر کسان، کوم چې په دې خبره پوهه دي غواړي چې څه په کال ٢٠١٦ کې اوشو هغه په کال ٢٠١٨ کې ونشي".

دې خبرې په روس نور بندیزونو ته لار پرانستلې او د کانگریس سپیکر پاول رائن دریز لري روس او امریکا په خپل اصولو کې تضاد لري.

"د خه اړیکو خواهش او اړتیا مناسبه خبره ده، خو روس یو جابر حکومت لري چې نه یې مونږ سره گډ مفادات لري، نه زمونږ اقدار یو بل سره سمې خوري".

رېپبلکن مشرتابه په ډهاگه په صدر ټرمپ نیوکې ندي کړې خو ځیني رېپبلکن مشران د صدر په بیان نړیوال عکس العمل دلاسه خوشحاله ندي. د کانگریس ریپبلکن غړې رائن کاسټیلو وايي د صدر بیان ځیان مند و.

"زما په فکر دا بیان زمونږ اخلاقي واک کمزورې کوي او زمونږ په حاکمیت یو سخت گزار دي".

د کانگریس ډیر غړو لکه ډیموکراټ ایلیت اینگل، هم دا شان دریز درلود.


"مونږ ټولو ته علم دې چې پوټن یو جابر حکمران دې او غواړي چې زمونږ اعتلاف ړنگ کړي، د غربي نړي اتحاد ځیان مند کړي او جمهوریت تباه کړي. په داسې صورت چې د نړۍ سترگې هغو ته دي، دا واضحه ښکاري چې د امریکا ولسمشر اوس دې کار کې د پوټن ملگرې دې".

خو بیا ځیني ریپبلکن مشران وايي په امریکني ټاکنو کې د روس مداخلت ثبوت صدر ټرمپ سره تړاو نلري. سینیټر جان کورنېن ریپبلکن دې، " صدر دې خبرو ناقلاره کړېدې، او هغه احساس کوي چې جوړې دا به ده گزار دي. ارمان دې چې مونږ دا دواړه خبرې د یو بل نه جدا کولې شوې.

په ریپبلکن گوند کې نوي فیصده مشران صدر ټرمپ خوښوي، او د هغو دا مشهورتیا به د کانگریس ریپبلکن غړي د هغو خلاف څه خبره کولو یا گام پورته کولو وړاندې خامخواه په سوچ مجبوري ځکه چې دوي کې ډیرو ته نزدې کې انتخابات په سر دي.

خو ډیموکرېټان غواړي چې دا خبره راکاگي.

د کانگریس ډیموکرېټ غړي میرمن ټیري سیویل وايي دا وخت دې چې زمونږ د انتخابي عمل حفاظت وکړې شي.

"وخت راغلې چې د کانگریس اکثریتي ریپبلکن غړي په دې باب څه گام پورته کړي. مطلب دا چې زمونږ د جمهوریت دفاع لپاره قانون سازي وکړې شي او مولر تحقیقات د صدر د حملو نه محفوظه کړې شي، په دې معنی چې زمونږ انتخابي عمل بنیادي ډهانچه د بل انټرنیټ برید نه اوساتل شي".

داسې ښکاري چې ریپبلکن غړي به خارجه وزیر مائیک پېمپیو دې اونۍ کانگریس ته د امریکا په سیاست کې د روسي مداخلت په سر پوښتنو له راغواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG