لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جاسوسي، سیاسي پناه او د سوړ جنگ پخواني حریفان


د روس لخوا ایډورډ سنوډن ته د پناه ورکولو په حکله د سپېنې ماڼۍ ترجمان جې کارني د زیارت په ورځ وویل سنوډن ته د سیاسي پناه ورکولو په وجه روس د قانون عملي کولو په لړ کې امریکې سره د همکارۍ خپل ریکارډ خراب کړو
روس د امریکې مفرور شهري ایډورډ سنوډن د سیاسي پناه درخاست منظور کړی، چې په نتیجه کې يي د سوړ جنگ پخواني حریفانو حساس تعلقات د کړکیچ ښکار شوي دي.
امریکا په ایډورډ سنوډن د مواصلاتي نظام د څارنې خفیه طریقه کار په حکله د معلوماتو افشا کولو په سر د جاسوسۍ مقدمه چلول غواړي.
د روس لخوا ایډورډ سنوډن ته د پناه ورکولو په حکله د سپېنې ماڼۍ ترجمان جې کارني د زیارت په ورځ وویل سنوډن ته د سیاسي پناه ورکولو په وجه روس د قانون عملي کولو په لړ کې امریکې سره د همکارۍ خپل ریکارډ خراب کړو.
هغه وویل "مونږ د روس حکومت په دې گام بې انتها مایوسه شوي یو ددې باوجود چې مونږ پشي شا او په څرگنده جائزې غوښتنې وکړې چي سونډن دې امریکې ته ولږلی شي چې د هغه خلاف لگیدلې الزاماتو سره مخ شي."
د امریکې د نیشنل سکیورټي ایجنسۍ پخوانی تجزیه کار د تیرو شپږو هفتو راهسې د ماسکو په هوائي اډه کې اوسیدو.
د روس صدر ولادیمیر پوټن د صدر براک اوباما د حکومت دا غوښتنې رد کړې دي چې سنوډن دې امریکې بیرته ولیږي. د امریکې د مواصلاتي نظام د څارنې خفیه طریقه کار په حکله د معلوماتو افشا کولو په سر امریکا غواړي چې په سنوډن د جاسوسۍ مقدمه وچلوي.
جی کارني سنوډن د هیواد د امنیت دپاره خطر ووگرځولو ځکه چې د چین او د روس د سفر په مهال هم سنوډن سره خفیه یا کلاسیفائډ معلومات موجود وو. دواړه داسې هیوادونه دي چې د امریکا ورسره حساس تعلقات لري.
جی کارني وویل "ښاغلې سنوډن څه غلط کار نه دی څرگند کړی په هغه د دریو سنگین جرمونو الزامات لگول شوي نو ځکه چې څومره زر ممکن وي هغه دې امریکې ته بیرته راولیږلی شي. هغه سره به د قانون سره سم سلوک کولی شي او تحفظ به ورته ورکړی کیږي."
سنوډن ته پناه ورکولو په ترڅ کې د امریکې او روس په تعلقاتو کې تاؤتریخوالی نور هم زیات شوی دی چې د وړاندې نه د شام او په ځېنې نورو مسلو د اختلاف په وجه د کړکیچ ښکار وو.
جی کارني وویل د امریکې د حکومت مشیران په دې خبره هم غور کوي چې آیا صدر براک اوباما د ټاکلی شوي پروگرام د لاندې په راتلونکې میاشت کې د روس سینټ پیټرزبرگ ښار کې د جې ټونټي هیوادونو د سر مشرانو د غونډې په موقع د روس صدر ولادې میر پوټن سره لیده کاته وکړي او که نه؟
جی کارني وویل "زه خو نن څه اعلان نشم کولی خو یقیناً دا څه مثبت پرمختگ نه دی، مونږ د روس سره په پراخه کچه مفادات لرو خو اوس مونږ دا کتنه کو چې د سر مشرانو د لیده کاته څه گټه هم شته او که نه؟"
جی کارني وویل روس امریکې ته سنوډن ته د پناه ورکولو په لړ کې څه خبر نه دی ورکړی. هغه زیاته کړه دا یواځې قانوني مسله نه بلکه د امریکې او د روس د تعلقاتو مسله هم ده.
جی کارني وویل امریکائي چارواکې به د سنوډن په معامله د ماسکو د خپلو هم منصب چارواکو سره رابطې جاري ساتي.
د امریکې د کانگرس ځېني غړو په صدر براک اوباما غږ کړی دی د روس خلاف دی سخت دریز خپل کړي او په ممکنه توگه کال ٢٠١۴ کې د روس سوچي ښار کې د ژمي اولمپکس لوبو کې دې امریکا احتجاجً برخه وا نخلي.
XS
SM
MD
LG