لاس رسیدونکی لینک

 
ویغور مسلمانان په جبري مشقت کې د ښکیلولو په الزام امریکې په پنځو چینايي کمپنو پابندۍ ولګولي
تازه خبر

ویغور مسلمانان په جبري مشقت کې د ښکیلولو په الزام امریکې په پنځو چینايي کمپنو پابندۍ ولګولي


امریکا او د انساني حقونو تنظیمونه وايي چین د ویغورو او نورو اقلیتونو د حقونو سرغړونه کوي خو بېجنګ دا خبره ردوي
امریکا او د انساني حقونو تنظیمونه وايي چین د ویغورو او نورو اقلیتونو د حقونو سرغړونه کوي خو بېجنګ دا خبره ردوي

په سنکیانګ صوبه کې ویغور مسلمانان او نور اقلیتونه په جبري مشقت کې د ښکیلولو په الزام امریکې د چین په پنځو کمپنو بندیزونه لګولي دي.

وایټ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د بندیزونو ښکار چینايي کمپنو به د چین د حکومت په اجازت په سنکیانګ کې په ویغورو او نورو اقلیتي مسلمانانو جبري مشقت کولو.

وایټ هاوس په یو بیان کې وویل د ویغورو او نورو قومونو ځورولو دپاره چین په منظمه ډول د خبري مشقت نه کار اخلي او د صدر جوبایډن او د نایب صدرې کمال هېرېس حکومت به په ترجیحي بنیاد د دغې ځورونې په ضد اواز پورته کوي.

د پابندۍ د لاندې به امریکا دغو چینايي کمپنو نه برامدات او نه درامدات کوي، یعنې نه به ترې څه اخلي نه به پې څه خرڅوي. امریکا

د چین د خارجه وزارت ترجمان ژاو لېلیان په چینايي کمپنو د امریکې د بندیزونو د رپورټونو په اړه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چین به د خپلو کمپنو او مفاداتو د تحفظ دپاره ټول ضروري ګامونه اخلي.

وایټ هاوس په خپل بیان کې وویل دا میاشت په انګلېنډ کې د جي سېون ملکونو د غوڼدې په موقع د نړۍ لوی جمهوریتونه د په سنکیانګ او په نورو سیمو کې د جبري مشقت په ضد متحد ودرېدل او ژمنه یې وکړه چې دا خبره به یقیني کوي چې په نړیواله کچه تجارتي سامان د جبري مشقت نه پاک وي.

یادونه: په دې رپورټ کې د وي او ای ترڅنګ د رویټرز خبري ادارې معلومات هم شامل دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG