لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په البانه د سایبر حملې په سر امریکې د ایران د استخباراتو په وزارت پابندۍ اعلان کړې


د شورو، په ورځ، البانیه د ایران سره سفارتي تعلقات ختم کړل او په تېرانه کې ایراني سفارتکارانو ته يې په 24 ګنټو کې د ملک پرېښودو امر وکړو
د شورو، په ورځ، البانیه د ایران سره سفارتي تعلقات ختم کړل او په تېرانه کې ایراني سفارتکارانو ته يې په 24 ګنټو کې د ملک پرېښودو امر وکړو

د البانیه د حکومت په انټرنېټ نظام د ایران د سایبر حملې په سر د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ د ایران د استخباراتو او امنېت وزارت، اېم او اېس، په ضد پابندۍ اعلان کړې.

بلېنکن په یو بیان کې وویل د سږ کال د جولای په میاشت کې د البانیه د حکومت په انټرنېټ نظام حمله د ایران حکومت او د اېم او اېس په مرسته شوي وه چې له امله يې د البانیه د حکومت انټرنېټ نظام او ولس ته خدمات وځنډېدل.

د امریکې د خزانې وزارت په یو جدا بیان کې وویل د البانیه د حکومت په وېب پاڼو د سایبر حملې ترڅنګ د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب په مشرۍ کې اېم او اېس سایبر جاسوسي کړې او د ایران د سیاسي اهدافو دپاره یې د البانیه په انټرنېټ نظام حملې کړې دي.

د امریکې د خزانې وزارت وویل ایران د البانیه د حکومت دستاوېزاتو په افشا کېدو او د البانیه د شهریانو شخصي معلوماتو څرګندېدو کې هم لاس لري.

په ایران د امریکې د تازه بندیزونو اعلان خارجه وزیر اېنټي بلېنکن وکړو
په ایران د امریکې د تازه بندیزونو اعلان خارجه وزیر اېنټي بلېنکن وکړو

د امریکايي بندیزونو دلاندې به د خطیب او د اېم او اېس اثاثې منجمد وي او امریکایان به ورسره باروکاري لېن دېن نشي کولی.

بلېنکن په خپل بیان کې وویل د 2007 راهسې د ایران اېم او ايي اېس حکومتي او غیر حکومتي ادارو په ضد سایبر عملیات کوي.

بلېنکن وویل د امریکې او د امریکې د اتحادیانو په ضد د ایران د سایبر حملو مخه به نیول کېږي.

د وي او ای د رپورټ نه دا نه معلومېده چې ایا ایران د امریکې تازه اعلان ته څه ځواب وېلی؟

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازې دفتر په سمدستي ډول دریځ معلومولو دپاره د رابطې ځواب ونه وېلو.

ایران د دې نه وړاندې دا خبره رد کړې چې په البانیه په سایبر حمله کې تهران لاس لري.

د شورو، په ورځ، البانیه د ایران سره سفارتي تعلقات ختم کړل او په تېرانه کې ایراني سفارتکارانو ته يې په 24 ګنټو کې د ملک پرېښودو امر وکړو.

ایران د حکومتي ټېلې وژن ترمخه ایران البانیه نه د خپلو سفارتکارانو د وېستل کېدو غندنه کړې.

د ایران خارجه وزارت په یو بیان کې دا خبره رد کړه چې ایران د البانیه د حکومت په وېب پاڼو سایبر حمله کړې ده او ویې وېل چې دا ایران دی چې په اهمو بنیادي اسانتیاو یې سایبر حملې کېږي.

په دې تصویر کې چب لاس ته د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب او د سم لاس ته د شهرسازې وزیر رستم قاسمي لیدل کېږي
په دې تصویر کې چب لاس ته د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب او د سم لاس ته د شهرسازې وزیر رستم قاسمي لیدل کېږي

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د ایران او البانیه تعلقات د 2014 راهسې د تاوتریخوالي ښکار دي چې البانیه د ایران د حکومت قریباً 3000 مخالفینو ته پناه ورکړې وه. دغه ایرانیان د مجاهدین خلق غړي وو چې عراق نه البانیه ته تللي وو.

د جولای په میاشت کې مجاهدین خلق په البانیه کې د فري ایران سمټ یا د ازاد ایران په عنوان د غونډې اراده لرله چې د امریکې د کانګرس غړو ته پکې هم د ګډون بلنه ورکړی شوې وه.

دغه غونډه د امنیت په اړه د تشویش، د ترهګرۍ د خطر او ګنګوسو له امله وځنډول شوه.

په کال 2018 او په کال 2020 کې البانیه د ایران څلور سفارتکاران قومي سلامتیا ته د خطر په سبب د ملک نه وېستلي وو.

البانيه په یورپ کې د مسلمانانو د اکثریت ملک دی. د وکي پيډیا وېب پاڼې د معلوماتو ترمخه اسلام البانیه ته د خلافت عثمانیه په دور کې رسېدلی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای، رویټرز او د ای پي خبري نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG