لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې د ډز بندۍ دپاره جان کیري د سعودي عرب نه مرسته غوښتي


جان کیري د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ریاض کې د سعودي عرب باچا شاه سلمان سره لیده کاته وکړل. سعودي عرب په شام کې د صدر بشارالسد خلاف جنگیدونکو باغیانو ملاتړ کوي
جان کیري د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ریاض کې د سعودي عرب باچا شاه سلمان سره لیده کاته وکړل. سعودي عرب په شام کې د صدر بشارالسد خلاف جنگیدونکو باغیانو ملاتړ کوي

د امریکې خارجه وزیر جان کیري د سعودي عرب د سفر په مهال په شام کې د خانه جنگۍ د ختمولو او په جنگ ځپلې هیواد کې د ډزبندۍ پرځائې کولو دپاره د سعودي مرستې غوښتنه کړې ده.

جان کیري د اتوار، یکشنبې، په ورځ په ریاض کې د سعودي عرب باچا شاه سلمان سره لیده کاته وکړل. سعودي عرب په شام کې د صدر بشارالسد خلاف جنگیدونکو باغیانو ملاتړ کوي.

جان کېري د خپل سعودي هم منصب عادل الجبیر سره په شام کې د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

د سعودي عرب د دورې نه ورسته به جان کیري ویانه، اسټریا، ته ځي چرته چې به هغه د اټلي خارجه وزیر سره په شریکه په لیبیا کې د امنیت او هلته د نوي حکومت د ملاتړ په لړ کې د یوې غونډې کوربه توب کوي.

په لیبیا کې د کال ٢٠١١ راهسې کله چې د واکمن معمر قذافي حکومت نسکور شوی او هغه قتل شوی، هیواد د اړي گړي ښکار دی خو د غربي نړۍ هیوادونه اوس امید لري چې د نیشنل ایکورډ حکومت په لیبیا کې اتحاد پرځائې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG