لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د غیر ملکي ترهګر تنظیم سره تړلي سمګلر د ازبکستان نه امریکې د راتلونکو کسانو مرسته کړې


د اېن اېس سي په بیان کې دا وضاحت نه دی شوی چې د انساني قاچاق په جال کې شامل تن د ترهګر تنظيم سره څه ډول تړون لري او نه هم دا وېل شوي چې د انساني قاچاق د غړو په نیولو کې امریکې د کومو ملکونو سره همکاري کرې؟
د اېن اېس سي په بیان کې دا وضاحت نه دی شوی چې د انساني قاچاق په جال کې شامل تن د ترهګر تنظيم سره څه ډول تړون لري او نه هم دا وېل شوي چې د انساني قاچاق د غړو په نیولو کې امریکې د کومو ملکونو سره همکاري کرې؟

د صدر جوبایډن حکومت ویلي د انسانانو د سمګلېنګ هغه جال يې معلوم کړی او وردولی چې د ازبکستان نه يې امریکې ته خلکو د راوستلو کوښښونه کول او د جال لږ تر لږه یو غړی د یو غیر ملکي ترهګر تنظیم سره تړون لري.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمانې اېډریېن واټسن په یو بیان کې وویل امریکايي چارواکي ګمان نه کوي چې هغه ازبک شهریان چې د سمګلېنګ جال يې استعمال کړی، د ترهګرو سره تعلق لري او يا يې د څه حملې سازش کولو.

د واټسن په بیان کې د کوم غیر ملکي تنظیم نوم نه دی اخیستل شوی خو یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل دغه تنظیم داعش دی.

د اېن اېس سي ترمخه د انساني قاچاق د جال اهم غړي د نورو ملکونو په مرسته نیول شوي دي چې په کې د ترهګر تنظیم سره مبینه تړون لرونکی تن هم شامل دی.

د اېن اېس سي په بیان کې دا وضاحت نه دی شوی چې د انساني قاچاق په جال کې شامل تن د ترهګر تنظيم سره څه ډول تړون لري او نه هم دا وېل شوي چې د انساني قاچاق د غړو په نیولو کې امریکې د کومو ملکونو سره همکاري کرې؟

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي ویلي امریکې ته د راتلونکو کډوالو سره يې د ترهګرۍ د څه خاص خطر په اړه شواهد نه دي موندلي.

اېن اېس سي وویل امریکا د خپلو خارجي همکارانو ترڅنګ کوښښونه کوي چې هغه لارې بندې کړي چې د قاچاق جال استعمالې کړي او د هغو خلکو پيژندګلو وکړي چې په دغو لارو امریکې ته داخل شوي دي.

د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن چې په دې اړه يې وړمبی خبر ورکړی و، وویل امریکې د لسو نه زیاتو هغو کسانو ته ملک ته د داخلېدو اجازت ورکړی و چې د انساني سمګلرانو د جال په زریعه د مرکزي اېشیا د ملک نه رارسېدلي وو.

ای پي وايي په تېرو لسیزو کې به زیارتره د مېکسیکو خلکو په غیر قانوني توګه امریکې ته روز ګار دپاره د راتګ کوښښونه کول خو په وروستیو کلونو کې چارواکي د نړۍ د جنوبې کرې نه علاوه د دنیا د نورو ملکونو د غیرقانوني کډوالو سره هم مخامخ کېږي. د افغانستان، چین او د ګڼ شمېر نورو ملکونو خلک د امریکې په جنوبي سرحد لیدل شوي دي.

ای پي وايي د انسانانو سمګلرانو د جال په اړه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د صدر بایډن د واکمن ډېموکرېټک ګوند مخالفین او د ريپبلېکن پارټۍ غړي وايي حکومت د ملک جنوبي سرحد د تحفظ دپاره مناسب ګامونه نه پورته کوي چې له امله يې د امریکې قومي سلامتیا د خطر سره مخامخ کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG