لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي د مرستو لومړۍ بېړۍ د نوي بندر له لارې غزې ته رسېدلې ده


د غزې پټۍ ته له شدیدو اړتیا وړ مرستو بار ټرکونه د جمعې په ورځ په لومړي ځل د امریکې د نوي جوړ شوي بندر له لارې په داسې حال کې غزې ته رسېدلي چې پر پوله د اسرایل خنډونو او سختې جګړې خلکو ته د خوراکي او نورو مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

د امریکې صدر جو بایډن په مارچ کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د دې لنډمهاله بندر جوړولو اعلان کړی وو. پر دې باندې 320 میلینه ډالر لګېدلي دي.

دا غزې ته د دې نوي بندر له لارې د مرستو لومړۍ قافله ده چې د امريکې پوځي چارواکو د اټکل له مخې کېدای شي د ورځې پرې 150 ټرکونه غزې ته تېر شي.

خو امریکا او مرسته کوونکې ډلې دا خبرداری هم ورکوي چې د بندر منصوبه د مځکې له لارې د مرستو د لېږدولو متبادله لار نه ګڼل کیږي چې غزې ته ټول خوراکي توکي، اوبه او تېل ورسوي.

د رپوټونو له مخې تر جګړې مخکې به هره ورځ په اوسط ډول تر 500 ډېر باروړونکي ټرکونه غزې پټۍ ته تللی.

د دې لنډمهاله بندر له لارې د مرستو رسولو چاره د وسلوالو د بریدونو د خطر، د رسد د خنډونو، د ټرکونو لپاره د تېلو د زیاتېدونکي کمښت او پر غزې پټۍ د اسرایل د محاصرې له کبله کمزورې ده.

د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ (سېنټکام) د جمعې په ورځ په یو بیان کې د بندر له لارې د مرستو رسېدل تایید کړل او وایي لومړۍ مرستې په ځایي وخت د سهار په نهو بجو غزې ته رسېدلې، خو وایي هیڅ امریکايي پوځي ساحل ته نه دی ورغلی:

"ددې سمندري راهدارۍ له لارې په غزه کې فلسطیني وګړو ته د اضافي مرستو رسولو لپاره دا یو دوامداره او نړیواله هڅه ده چې په بشپړ ډول یو بشردوستانه کار دی او په دې کې د ګڼ شمېر هېوادونو او د بشري حقونو د تنظیمونو د مرستو توکي شامل دي."

ددغه بندر د جوړولو چارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ بشپړې شوې دي او له هغه څو ګنټې وروسته پېنټاګان وویل، د بشردوستانه مرستو لړۍ به ډېر ژر پیل شي خو وایي د وېشلو په چارو کې یې د متبادل هیڅ تمه نه شته چې د ترتیبولو چارې یې ملګري ملتونه تر سره کوي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښکاره کړې چې د مځکې له لارې په تېلو بار ټرکونه ټول درول شوي دي او دا به د غزې خلکو ته د مرستو رسولو چارې لا زیاتې له ستونځو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق وایي، "موږ تېلو ته زیاته اړتیا لرو. دا مهمه نه ده چې مرستې څنګه راځي، د سمندر له لارې او که پر مځکه ځي، خو له تېلو پرته خلکو ته د مرستو رسېدل امکان نه لري."

د پېنټاګان ویانده سبرینا سنګ وایي د تېلو رسولو مسئله له اسرایلي چارواکو سره د امریکې په ټولو خبرو کې شامله ده. هغه وایي پلان دا دی چې د سمندري راهدارۍ له لارې د مرستو لېږدول ورو پیل شي او د وخت په تېرېدو غزې ته د ټرکونو د تېرېدو بهیر پراخ کړل شي.

مرستندویه ادارې وايي د غزې په جنوبي برخه کې د دوی د خوړو زېرمې او تېل په ختمېدو دي، خو د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره یوسېډ او د خوراک نړیواله اداره وايي د غزې په شمال کې کاختي زیاته شوې ده.

اسرایل ټینګار کوي د بشري مرستو پر ورتګ یې هیڅ بندیز نه دی لګولی او پر ملګرو ملتونو یې تورې پورې کړی چې وایي‌ غزې ته د رسېدلو توکو په وېشلو کې ځنډ راولي.

ملګري ملتونه وايي جګړې، د اسرايل ډزو او ناوړه امنیتي حالاتو د مرستو د وېشلو مخه نيولې ده.اسرایل وېره لري چې حماس به د اسرایلي پوځیانو خلاف په جګړه کې له تېلو کار واخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG