په اردن کې د دریو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې امریکايی ځواکونو د جمعې په ورځ په شام او عراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو او ورسره د تړلو وسله والو ډلو په مرکزونو د حملو لړۍ شروع کړه.
د وایټ هاوس د بیان ترمخه، د امریکې صدر بایډن وویل د هغه په امر امریکايي پوځي ځواکونو د جمعې په ماسپښین په شام او په عراق کې د پاسداران انقلاب ځواکونو او د پاسداران په ملاتړ د جنګېدونکو وسله والو په هدفونو حملې وکړې.
صدر بایډن وویل په امریکايي عسکرو د حملو په بدل کې "زمونږ جواب نن شروع شو. دا به زمونږ د خوښې په وختونو او په ځایونو دوام لري."
بایډن وویل امریکا په منځني ختیځ او د دنیا په بل کوم ځای کې جنګ نه غواړي خو دا واضحه کول غواړي چې هغه چا ته به جواب ورکول کېږي څوک چې د هغه په قول امریکایانو ته نقصان رسوي.
د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ وویل په "امریکايي جارحیت" کې د شام په صحرايي علاقو کې او د عراق په پوله هدفونه ویشتل شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.
د شام د انساني حقونو تنظیم وویل په امریکايي حملو کې لږ تر لږه 18 ایران پلوه وسله وال وژل شوي دي.
د شام د انساني حقونو تنظیم سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل دغه 18 ایران پلوه وسله وال د شام په مشرقي برخه کې د جمعې په ورځ شویو حملو کې ووژل شوو. د وژل شویو وسله والو څخه پینځه په دیر الزور کې وژل شوي، چې د شام د مشرقي سیمې د ټولو نه لوی ښار دی.
امریکايي پوځي چارواکو په حملو کې د مرګ ژوبلې تصدیق نه دی کړی.
د امریکايي پوځ چارواکي لېفټينېنټ جنرل ډګلس سېمز وویل د 30 منټو د په حملو په مهال په شام کې څلور او په عراق کې درې د ایران سره تړلي مرکزونه وویشتل شوو.
سېمز وویل دا نه ده واضحه چې ایا په حملو کې وسله وال وژل شوي دي او که نا؟ خو دا معلومه ده چې په هدف شویو ځایونو کې د پاسداران انقلاب عسکر او ورسره د تړلو وسله والو ډلو وسله وال موجود وو.
د امریکې د پوځ مرکزي کمانډ سېنټکام مشر مايکل ايرک کوريلا چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مسولیت په غاړه لري وویل "د ایران پاسدان انقلاب القدس ځواک او ورسره اړونده ملېشې د عراق، سيمې او امریکا د خونديتوب دپاره د مستقل ګواښ استازيتوب کوي".
سېنټکام په اېکس (پخواني ټويټر) د يوې جنګي الوتکې پورته کېدو ويډيو خپره کړې او د د مايکل ايرک کوريلا له قوله یې ويلي، "مونږ به خپل اقدامات دومداره وساتو، هر هغه څه به وکړو کوم چې زمونږ د خلکو د خونديتوب دپاره ضروري دي. مونږ به هغوی په ګرفت کې راولو څوک چې د دوی امنیت ته خطره دي".
د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ اعلان کړی وو، چې په منځني ختیځ کې د درېو امریکايي عسکرو د وژل کېدو په جواب کې امریکې په شام او په عراق کې د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو د هدفونو او اسانتیاو خلاف شروع کړې ده.
عراق په خپله خاوره د ایران په ملاتړ د جنګېدو مسلح ډلو په هدفونو د امریکې د حملو غندنه کړې، د هېواد د "خپلواکۍ سرغړونه" یې بللې او ویې وېل امریکايي حملې به د عراق او د سیمې نه بهر "تباه کوونکي" نتېجې ولري.
د عراق د وزیراعظم شیعه السوډاني ترجمان جنرل یحیا رسول د خالي، شنبې، په ورځ په یو بیان کې ويلي امریکايي حملې به د عراق او د سیمې د امنیت دپاره تباه کوونکي نتېجې ولري.
د شام سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ ويلي، په "امریکايي جارحیت" کې د شام په صحرايي علاقو کې او د عراق په پوله هدفونه ویشتل شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله شوې ده.
تېره هفته په اردن کې په امریکايی پوځي اډه د ډرون حمله کې د درېو امریکايي ځواکونو د وژل کېدو او تر 40 پورې د نورو عسکرو د زخمي کېدو وروسته صدر جوبایډن په سیمه کې ایران سره د تړلو وسله والو خلاف د پوځي اقدماتو فېصله کړې وه.
داسې ښکاري چې ایران د امریکايي بریدونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د روېټرز خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د ایران صدر ابراهیم رییسي وویل هېواد به یې جنګ نه شروع کوي خو که څوک یې "ویروي" نو سخت جواب به ورکوي.
په ټېلې وېژن نشر شوي تقریر کې رییسيي وویل "مونږ هېڅ جنګ نه شروع کوو لیکن که څوک غواړي چې مونږ ویروي نو سخت جواب به ترلاسه کوي.
Forum