د امريکې سټېټ ډپارټمنټ خارجه وزارت تصديق کړی چې سعودي عرب د امریکې یو سعودي نژاد شهري نیولی او واشنګټن په دې اړه خپل تشویش تکرار کړی دی.
سعودي عرب دا میاشت امریکايي شهري سعد ابراهیم الماضي ته ۱۶ کاله د قېد سزا واوروله. دا خبر د امریکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ګل، دوشنبې، په ورځ ورکړو.
د اخبار رپورټ وایي الماضي ته د هغه د ټویټونو په سر سزا اورول شوې ده چې ګڼل کېدل چې هغه پکې په سعودي حکومت تنقید کړی وو.
د رپورټ ترمخه په الماضي الزام لګول شوی و چې د ترهګرۍ نظریه لري، سعودي حکومت بې ثباته کوي او د ترهګرۍ ملاتړ او مالي مرسته کوي. په هغه د ۱۶ کلونو دپاره د سفر پابندي هم ولګول شوه.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) په سعودي عرب کې د الماضي د نیول کېدو تصدیق کړی خو دا يې نه دي ویلي چې هغه په څه الزام او کله نیول شوی دی.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وویل د الماضي د نیول کېدو راهسې امریکا د هغه د معاملې کتنه کوي او په دې اړه یې تشویش په واشنګټن او په ریاض کې د سعودي حکومت سره راپورته کړی دی.
ترجمان (نې) وویل سعودي عرب په دې خبر دی چې امریکا دا مسله هوارولو ته څومره ترجيح ورکوي. ترجمان (نې) زیاته کړه په پرامنه طریقه د رای اظهار باید جرم ونه ګڼل شي.
په سعودي عرب کې د امریکايي شهري د حراست خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د سعودي عرب په مشرۍ کې د تېلو پېدا کونکو ملکونو تنظيم اوپېک د تېلو پېداوار د کمولو اعلان کړی او په نتیجه کې یې د سعودي عرب او امريکې تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي.
د امریکې صدر جوبایډن ویلي سعودي فېصله به نتېجې لري.
واشنګټن د دې نه مخکې د الماضي حراست نه و څرګند کړی د دې باوجود چې واشنګټن پوسټ ویلي هغه تېر کال د نومبر په میاشت کې ریاض ته د سفر په مهال نیول شوی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي