لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د بهرنيو چارو وزير د عرب مشرانو سره د غزه په راتلونکې خبرې کړي


د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو میلر ویلي، بلينکن په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون کلنۍ غونډې (COP 28) په څنډه کې د قطر، متحده عرب اماراتو، مصر، اردن او بحرېن د بهرنيو چارو وزیرانو او فلسطيني ادارو د استازي سره ليدلي دي
د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو میلر ویلي، بلينکن په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون کلنۍ غونډې (COP 28) په څنډه کې د قطر، متحده عرب اماراتو، مصر، اردن او بحرېن د بهرنيو چارو وزیرانو او فلسطيني ادارو د استازي سره ليدلي دي

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د جمعې په ورځ د اسرايل ګاونډي عرب هېوادونو سره د غزې په راتلونکې خبرې کړي دي. اسرایل د اووه ورځو د جنګ بندۍ وروسته په غزه بمباري بيا پيل کړې ده.

په غزه کې د صحت وزارت ویلي، په بمبارۍ کې 178 فلسطينيان وژل شوي او 589 ژوبل شوي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند مېتهيو میلر ویلي، بلينکن په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د موسمي بدلون کلنۍ غونډې (COP 28) په څنډه کې د قطر، متحده عرب اماراتو، مصر، اردن او بحرېن د بهرنيو چارو وزیرانو او فلسطيني ادارو د استازي سره ليدلي دي.

بلينکن د اسرايل په درېم سفر وو چې اسرایل په حماس جګړه پېل کړې، امريکې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل بريد کړی د اسرايل په وينا 1200 کسان یې وژلي او 240 يې يرغمل کړي وو، او خواوشا 100 يرغمل کسان د جنګ بندۍ د ختمېدو پورې د فلسطينی بنديانو په بدل کې خوشي شوي دي.

بلينکن بيرته واشنګټن ته د ستنېدو نه وړاندې خبريالانو ته ویلي، د عرب هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره یې د اسرایل او حماس په جګړې او د غزه پټۍ ته د نورو بشري مرستو رسولو په حواله خبرې شوي دي.

هغه ویلي په دې یې خبرې کړي چې "په غزه کې څه کيږي، او مونږ څنګه کولی شو چې د اسرايليانو او فلسطينيانو دپاره، په حقيقت کې د سيمې د هر تن دپاره د تلپاتې امن دپاره لاره جوړه کړو".

اسرايل په غزه کې هوايي او ځمکني عمليات پېل کړي او وايي حماس به تباه کوي.

د فلسطين د صحت چارواکو ویلي، د جنګ بندۍ ختمېدو پورې په غزه کې 15000 کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي وو.

د اسرايل پوځ ويلي، ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو یې د جنګ بندۍ ختمېدو وروسته، د دوی په وينا د ترهګرو 200 اهداف په نخښه کړي دي.

د رویټرز د خبريالانو په وینا، د غزې په جنوب کې په خان يونس کې د جمعې په ورځ سخته بمباري شوې او خلک ترې لویديځ پله تښتېدلي دي.

ملګرو ملتونو ويلي، جګړه به بېړنی انساني صورتحال نور خراب کړي. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري دفتر ترجمان جینس لېیرک ويلي، "غزه ته په ځمکه جهنم بېرته ستون شوی".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسف ترجمان جمېز اېلډر په غزه کې په ملکي خلکو او په خصوصي توګه په ماشومانو د اسرایل بمبارۍ د بیا شروع کېدو غندنه کړې او ویلي يې دي، "نن هغه خلکو چې په اقتدار کې دي، فېصله وکړه چې په غزه کې د ماشومانو وژنې به بیا شروع شي".
هغه جګړه په "په ماشومانو جنګ" بللی.

اېلډر ويلي، په غزه کې د خوراک، اوبو او د صفای سخت کمی دی. هغه د مستقل ډز بندۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي د هغه خلکو دپاره چې په بوږنونکي حال کې ژوند کوي د ډز بندۍ نه کېدل د هغو دپاره د تصور نه بهر وو. هغه ويلي د امن دپاره ګام نه اخیستل داسې دي چې د ماشومانو د وژنې "منظوري" ورکړی شي.

په عېن حال کې روېټرز خبري ادارې د مصر او د ځینو نورو سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي اسرایل ځینو ګاونډیو ملکونو ته یو تجویر وړاندې کړی چې ترمخه به یې په غزه غېر پوځي علاقه جوړه کړی شي او په اینده کې په اسرایل د حملو مخه ونیول شي.

د خبري ادارې ترمخه، د جنګ د ختمېدو نه پس صورتحال په اړه اسرایل دا مجوزه منصوبه مصر، اردن، سعودي عرب، ترکي او متحده عرب اماراتو ته وړاندې کړې ده.

د خارجه تګلارې په اړه د اسرایلي وزیراعظم مشیر اوفېر فولک روېټرز ته ويلي، د جنګ نه پس اسرایل د غزه دپاره د درېو سطحو منصوبه لري: حماس تباه کول، د غزه نه غېر پوځي علاقه جوړول او په فلسطیني سیمه کې تندلاریتوب ختمول دي.

عرب ملکونو د اسرایل د حماس د ختمولو هدف مسترد کړی، دا یې ناممکن بللی او ویلي یې دي حماس یوازې یو وسله وال تنظیم نه دی چې ماتې ورته ورکړی شي.

اسرایل او حماس د اور بند دپاره د خبرو د ناکامۍ الزام په یو بل پورې کړی خو وایټ هاوس یوازې حماس په هدف کړی او ویلي يې دي د اوربند غځېدو دپاره حماس ته پکار وو چې د نورو ازادېدونکو یرغمليانو نو فهرست یې وړاندې کړی وی خو داسې یې و نه کړل.

د ترکي د صدر رجپ طیب اردوان د دفتر ترمخه، هغه د جمعې په ورځ‌ په دوبۍ کې د يو اې اي د صدر شېخ محمد بن زېد الناهیان سره د موسمي بدلون په اړه د نړیوالې غونډې په څنډه کې د ملاقات په مهال په غزه د اسرایل حملې بیا شروع کېدل "ډیر منفي" پرمختګ بللی.

ترکي ويلي د مستقل امن دپاره کوششونه کوي خو پکار ده چې اسلامي نړۍ په همغږۍ کار وکړي.
اردوان د سي او پي په عنوان د موسمي بدلون په اړه غوڼدې ته خپله رسمي وېنا کې ویلي په فلسطیني علاقو کې انساني بحران دوام لري.

هغه ويلي په غزه کې موجوده صورتحال جنګي او د انسانیت خلاف جرم دی او پکار ده چې د دې د ذمه وارو کسانو د نړیوال قانون لاندې احتساب وشي.

د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ ويلي، حماس یوازې طاقت پېژني "نو ځکه به د خپلو اهدافو د حاصلولو دپاره خپل کار ته دوام ورکوو".

د اسرایل د دفاع وزیر په جنګي جهاز کې د پرواز په مهال د عملیاتو جاج اخیستلو په وخت خبرې کړي او ويلي يې دي، "نتېجې متاثر کوونکي دي".

د اسرایل په حمایت کې د امریکې په ډېنور ښار یوې غونډې ته د ملګرو ملتونو دپاره د امريکې سفير ګېلاد اردان ويلي، "مونږ د اسرایل د مستقبل دپاره په جنګ کې یو، د یهودي ریاست د بقا دپاره".

هغه زیاته کړې "مونږ د خالصې بدۍ خلاف په جنګ کې یوو، انتهايي بدي، داسې بدي که ځان ته ایران وايي، که حماس، حزب الله، ايي اېس ايي ایس او که القاعده، دا مقصد شریک لري چې خپله انتهاپسند نظریه خوره کړي او د بربریتي ترهګرۍ او د تشدد دلارې مغربي تهذیب ته ماتی ورکړي".

په واشنګټن کې فلسطین پلوه مظاهره کوونکو د اسرایل د سفارت مخې ته دعا او ناسته کړې ده.

(د خبر ځینې معلومات د اې پي، اې اېف پي او ريټرز څخه اخستل شوي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG