د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هیوادونو یا جي-7 مشرانو په غزه کې د ډزبندۍ او یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره د صدر جو بایډن د "هراړخیز تړون" د پلان بشپړ ملاتړ کړی او بلې خواته امریکا د دې تړون د عملي کېدو لپاره د نور ملاتړ موندلو په هڅه کې ده.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې- ګل په ورځ په دې اړه په یوه ګډ بیان کې له حماس ډلې د دې پلان د منلو غوښتنه کړې ده او پر حماس ډلې له اغېز لرونکو هیوادونو یې هم غوښتي چې دا ډله د پلان منلو ته وهڅوي:
"موږ د جي-7 هیوادونو مشران په بشپړه توګه د صدر بایډن په ډاګه شوې هراړخیز پلان منو او ملاتړ یې کوو چې سمدستي په غزه کې د ډزبندۍ، د ټولو یرغمل کسانو د خلاصون او غزې ته د دوامداره او د پام وړ بشري مرستو د ډېروالي سبب شي".
د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې دا پلان به د اسرایل د ګټو او په غزه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب ډاډ ورکړي، "موږ د سولې په لور د باور وړ لارې لپاره یو ځل بیا خپل ملاتړ تکراروو چې د دوو بېلو ریاستونو د جوړېدو سبب شي".
صدر بایډن په پیل کې پر غزه پټۍ باندې د اسرایل د برید ملاتړ کاوه خو اوس په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې غندنه کوي او د می پر 31مه یې د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت ور سپارل شوی د ډزبندۍ پلان اعلان کړ.
صدر بایډن ویلي وو د اسرایل نوی وړاندیز شوی پلان درې پړاوه لري چې په لومړي کې به په غزه کې شپږ اوونۍ ډزبندي وي، اسرایلي ځواکونه به د غزې له ټولو ملکي سیمو وځي او حماس به ځینې یرغمل کسان بیرته خوشي کوي.
بایډن له سپینې ماڼۍ په خپله وینا کې ویلي وو، "د دې جګړې د ختمېدو وخت راغلی. اسرایل نوی هراړخیز وړاندیز کړی، د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو او د همېشنۍ ډزبندۍ یو پلان دی.“
بایډن په تېرو څو میاشتو کې د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ د څو وړاندیزونو هرکلی کړی دی چې د هر یو چوکاټ له وروستي وړاندیز سره ورته والی درلود خو یو یې هم عملي نه شو.
د حماس ډلې هم د جګړې د ختمولو په اړه د صدر جوبایډڼ د وروستي پلان جزوي هرکلی کړی دی. د حماس یو لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د شنبې- خالي په ورځ الجزیرې ته ویلي:
"د بایډن په وینا کې مثبتې خبرې شاملې وې، خو موږ غواړو دا نظرونه د یو هراړخیزې تړون په چوکاټ کې عملي شي چې زموږ غوښتنې پوره کړای شي."
بل لور ته امریکا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې ده چې د صدر بایډن وړاندې کړل شوی د درو پړاوونو د پلان ملاتړ دې وکړي چې پکې د ډزبندۍ، یرغملو د خوشي کېدو او زیاتو بشري مرستو د رسېدو غوښتنه شامله ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، د شورا 14 نورو غړو ته یې د ډزبندۍ د پلان مسوده استولې چې د جګړې د ختمېدو لپاره د دې وړاندیز ملاتړ وکړي. مېرمن ګرینفیلډ په یوه بیان کې ویلي:
"د سیمې په ګډون ګڼو مشرانو او حکومتونو د دې پلان ملاتړ کړی او موږ پر امنیت شورا هم ږغ کوو چې له ځنډ او نورو شرطونو پرته د دغه تړون د عملي کېدو غوښتنه وکړي".
د امریکې د پلان مسوده وي او اې لیدلې ده چې پکې پر حماس ډلې ږغ شوی د ډزبندۍ وړاندیز دې په بشپړه توګه ومني او "له ځنډ او شرط پرته" دې یې عملي کړي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د دوشنبې- ګل په ورځ خبریالانو ته وویل، حماس د پنجشنبې- زیارت په ورځ د ډزبندۍ وړاندیز تر لاسه کړی، خو تر اوسه ورته جواب نه دی ورکړی.
ښاغلي میلر وویل د وړاندیز شوي پلان مهم عناصر "د هغه وړاندیز له مهمو عناصرو سره ورته دي چې حماس څو اونۍ مخکې وړاندې کړی وو."
امریکایي چارواکو د دوشنبې- ګل په ورځ ټینګار وکړ چې د ډزبندۍ دا تازه پلان که څه هم تېره اونۍ د صدر جو بایډن وړاندې کړی خو وایي دا په اصل کې د اسرایل وړاندیز دی.
د مصر، اردن، سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې- ګل په ورځ له یوې آنلاین غونډې وروسته وویل، دوی د دایمي ډزبندۍ د خبرو اترو د هڅو ملاتړ کوي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ د چارو چارواکي وايي، په غزه کې په ځانګړې توګه په شمالي او جنوبي سیمو کې جګړې فلسطینیانو ته د اړتیا وړ مرستو رسول ستونځمن کړي دي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum