لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سېنېټ د موسمي بدلون او صحت د خېرښېګړې په اړه قانون منظوره کړو


د قانون مسوده د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ۵۰ په مقابله کې په ۵۱ ووټونه منظور شوه او د قانون په حق کې فېصله کن ووټ نایب صدرې کامله هېرېس ورکړو
د قانون مسوده د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ۵۰ په مقابله کې په ۵۱ ووټونه منظور شوه او د قانون په حق کې فېصله کن ووټ نایب صدرې کامله هېرېس ورکړو

د موسمي بدلون مخنیوي، د صحت خېرښېګړه ارزانولو او اربونه ډالرې ګټونکو د ټېکس لګولو دپاره د امریکې په سېنېټ کې د واکمن ډېموکرېټېک ګوند غړو د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د مخالفت باوجود یو قانون منظور کړو.

د قانون مسوده د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ۵۰ په مقابله کې په ۵۱ ووټونه منظور شوه او د قانون په حق کې فېصله کن ووټ نایب صدرې کامله هېرېس ورکړو.

دغه قانون د اقتصاد په اړه د صدر جوبایډن د تګلارې په اړه د قانون سازۍ برخه ده چې د ډیر وخت راهسې د ځنډ ښکار وه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د قانون د منظورۍ وروسته کامله هېرېس د سېنېټ د ډیموکرېټېک غړو ته مبارکي ورکړه. د ريپبلېکن پارټۍ زیاتره غړي د ایوان نه وتلي وو.

په سېنېټ کې اکثریت مشر سېنېټر چک شومېکر وویل د قانون په منظورولو سېنېټ تاریخ جوړ کړو.

د نوي قانون ترمخه په نړیواله کچه د تودوخي اثرات کمولو دپاره به امریکا ۳۷۰ بېلین ډالر مصرف کوي، د امریکایانو حوصله افزايي به کولی شي چې په بجلۍ چلېدونکي موټرې واخلي او د تودوخي مخنیوي دپاره به د زهرجنو ګېسونو اخراج د ۲۰۳۰ پورې تر ۴۰ فیصد پورې کموي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، نوی قانون به امریکايي حکومت ته دا اختیار هم ورکړي چې د دوایانو کمپنو سره مذاکرات وکړي چې د زیات عمر امریکایانو دپاره د ځینو دوایانو قیمتونه کم کړي، امریکایانو ته د صحت د بيمو په برخه کې به مراعات ورکول کېږي او د زیات امدن کمپنۍ چې دا وخت ټېکس نه ورکوي په دغو کمپنو به لږ تر لږه ۱۵ فیصد ټېکس ولګول شي.

د نوي قانون د لاندې به ۸۷۰۰۰ نوي ټېکس اېجنټان ګمارل کېږي چې په انفرادي توګه او د کمپنو په کچه د ټېکس ادا کوونکو ادايګي وګوري، چې په ټېکس کې غلا کوونکي ونیسي او دا د بجټ په خساره کې د ۳۰۰ بېلین ډالرو کمی وشي.

سېنېټ نه د منظورېدو وروسته به د قانون دغه مسوده د کانګرس لاندېني ایوان هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د نمایندګانو ایوان ته لیږل کېږي چېرته چې واکمن ډېموکرېټېک ګوند اکثریت لري.

د ایوان نمایندګان د منظورۍ وروسته به صدر جو بایډن دغه مسوده لاس لیک او په قانون کې به بدله کړي.

په سېنېټ کې په نوي قانون د رایو وروسته صدر بایډن د اتوار، يکشبنې، په ورځ په یو بیان کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د سېنېټ غړو ستاینه وکړه چې د قانون مسوده یې د منظورول دپاره کوښښونه کړي وو.

صدر بایډن وویل غواړي چې ایوان نمایندګان هم دغه مسوده زر تر زره منظوره کړي چې هغه یې بیا دستخط او په قانون کې بدله کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن برېډمایر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG