لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس یو شمېر غړي غواړي امریکې دې په افغانستان کې پاتې افغانانو په راوېستلو کې مرسته وکړي


 سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل د هغې دفتر سره 1800 کسانو رابطه کړې ده. هغې وویل په دغو کسانو کې امریکايي شهریان، اېس ايي وي ویزه لروونکي، خبریالان او هغه قراردادي کارکوونکي شامل دي چې په کابل کې د امریکې په سفارتخانه کې یې کار کوولو
 سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل د هغې دفتر سره 1800 کسانو رابطه کړې ده. هغې وویل په دغو کسانو کې امریکايي شهریان، اېس ايي وي ویزه لروونکي، خبریالان او هغه قراردادي کارکوونکي شامل دي چې په کابل کې د امریکې په سفارتخانه کې یې کار کوولو

د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ دولسو سېنېټرانو د صدر جوبایډن د حکومت نه غوښتنه کړې چې دوه لوړ پوړي چارواکي دې وګماري چې د هغو اهلیت لروونکو افغانان په راوېستلو کې مرسته وکړي چې امریکې مرسته یې کړې خو د امریکايي ځواکونو د انخلا نه وروسته په افغانستان کې پاتې دي.

سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل د هغې دفتر سره 1800 کسانو رابطه کړې ده. هغې وویل په دغو کسانو کې امریکايي شهریان، اېس ايي وي ویزه لروونکي، خبریالان او هغه قراردادي کارکوونکي شامل دي چې په کابل کې د امریکې په سفارتخانه کې یې کار کوولو.

سېنېټرې ماریه کېنټوېل وویل "مونږ ته معلومه ده چې په افغانستان کې ډیر خلک اېسار دي او دې ته اړتیا لري چې امریکا دوی د مرستې دپاره کوښښونه جاري وساتي." هغې یو خط هم معارفي کړو چې د هغې ترڅنګ یولسو نورو سېنېټرانو هم دستخط کړی او غواړي چې صدر بایډن افغانانو دپاره د مرستې مامورین په وایټ هاوس کې وګماري.

امریکايي مامورینو ویلي د اګست په اخیره کې د دوو هفتو په مهال یې افغانستان نه د 124000 نه زیات کسان راوېستلي دي. دا د امریکې په تاریخ کې د هوايي جهازونو دلارې د خلکو د راوېستلو تر ټولو لوی اپرېشن بلل شوی دی. سټېټ ډپارټمنټ دا هفته وویل چې قریباً 100 امریکايي شهریان اوس هم افغانستان نه د وتلو په انتظار دي خو د دوی په انخلا کې د طالبانو غیریقیني صورتحال دی.

د ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټرانو په خپل خط کې لیکلي چې دا خبره د منلو وړ نه ده چې افغانستان نه د انخلا په لړ کې دې توجه یوازې امریکايي شهریانو ته وکړی شي او هغه کسان نظرانداز کړی شي چې ورسره د راوېستلو لوظ ورسره شوی وی دی. "د ملکي کسان ژوندونه او په نړیواله کچه د امریکې شهریت په خطر کې دی."

د ډېموکرېټک پارټۍ د سېنېټرانو په خط کې د غوښتونو او تنقید په اړه وي او ای د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي نه پوښتنه وکړه نو هغې وویل چې افغانستان نه د انخلا په لړ کې لا نور کار پاتې دی او دا "ضروري ده چې د افغانستان ولس ته بشري امداد ورسول شي."

جېن ساکي وویل صدر بایډن دغه مسله تېره هفته د ملګرو ملتونو د مشر اېنټوګوټېرېس سره ملاقات کې هم راپورته کړې وه او د امریکې حکومت د قطر سره کابل نه د پروازونو په لړ کې په رابطه کې دی.

جېن ساکي وویل یو شمېر امریکايي مامورین د افغانانو د مرستې په لړ کې کار کوي خو هغې زیاته کړه چې د سېنېټرانو په خط کې غوښتنو په باره کې کره معلومات نلري.

د حزب اختلاف ریپبلېکن ګوند د افغانانو د مرستې دپاره قانون سازي کول غواړي.

د سېپټېمبر په 22 نېټه ریپبلېکن پارټۍ سېنېټرانو یوه قانوني مسوده معارفي کړې ده چې غواړي د نورو مسلو ترڅنګ دې امریکا د امریکايي شهریانو، په امریکا کې په مستقل توګه د اوسېدوونکو او اېس ايي وي ویزه لروونکو افغانانو په انخلا توجه وکړي. دغه قانوني مسوده "افغانستان کاونټرټېررازم، اوری سایټ اېنډ اکاونټي اېکټ" نومېږي.

د ريپبلېکن پارټۍ سېنېټر جېم ریچ وویل د صدر بایډن د ګډوډۍ ښکار د انخلا بهیر سنګین مضمرات لري او دا چې د امریکايي شهریانو او د افغان همکارانو یو نامعلومه تعداد په افغانستان پرېښودل شوي دي چې د طالبانو د خطر سره مخامخ دي.

د ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټرانو د صدر بایډن د حکومت نه دا هم غوښتلي چې داسې چارواکي دې وګماري چې د انساني حقونو د تحفظ او د حرکت ازادۍ د یقیني کولو په لړ کې دې د طالبانو احتساب وکړي او بشري امداد او د کابل هوايي اډه فعالا ساتلو دپاره دې د طالبانو مدد وکړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG