لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ او کانگرس د حکومت بندیز په ختمولو موافق شول


صدر ټرمپ
صدر ټرمپ

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ او کانگرس موافقه وکړه چې په موقتي توګه یا د دریو اونیو لپاره د امریکا د مرکزي حکومت تړل شوي ادارې بیرته پرانیزي.

په تیرو ۳۵ ورځو کې د امریکا د حکومت د یو شمیر ادارو د بندیدو په ترڅ کې د وفاقي ادارو شاوخوا ٨٠٠٠٠٠ کارکونکي له معاش بې برخې وو. خو دا اعلان هم وشو چې د حکومت هغه ټولو کارکونکو ته به تنخواوې ورکول کیږي چې د دغه بندښت له امله اغېزمن شوي وو.

که څه هم د امرېکې په تاریخ کې وړاندې هم حکومتونه تړل شوي وو خو دا لومړی ځل و چې د مرکزي حکومت ځینې څانگې د پنځو اونیو نه هم د زیات وخت لپاره بندې وې او له هم دې له مخه د امریکا په تاریخ کې د حکومتي ادارو د بند پاتې کېدو تر ټولو اوږده موده وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې ورځ په یو خبري کنفرانس کې د فډرال حکومت له کارکوونکو څخه مننه وکړه چې د حکومت د یو شمیر ادارو د تړل کیدو برسېره یې خپلو کارونو ته دوام ورکړو.

که څه هم د ولسمشر ټرمپ د مکسیکو سره په سرحد د دیوال جوړولوغوښتنه کې څه پرمختګ نه دی شوی خو د کانگرس د مشرانو او د ولسمشر ټرمپ هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د هغې بودجې پر سر خبرې وروسته وشي.

ښاغلي ټرمپ په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د مکسیکو سره په پوله د سرحدي دیوال په جوړولو باندې په ټینگار سره وویل چې د اسرائیل په څېر نورو هیوادونو پر خپل سرحد باندې په دیوال جوړولو سره خپلو هیوادونو ته د ترهگرو د تللو مخه نیولې ده او امریکا هم پکار دی چې ورته ګام واخلي.

د ټرمپ او ډیموکراټانو ترمنځ د مکسیکو پر پوله د دیوال جوړېدو د لګښت پرسر چې له پنځه بیلینو اوړي کلک مخالفت دی چې له امله یې د امریکا حکومت په جزوي توګه تړل شوی پاته وو.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې ددې موافقې پر اساس به د امریکا فدرال حکومت هغه بودجه ترلاسه کړي چې د سرحدي امنیت چارې په کې شاملې دي. خو دا بودجه به په ځانګړې توگه د سرحدي دیوال لپاره نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG